د رایو د تفتیش بهیر پیل شو
۱۳۹۳ تیر ۲۶, پنجشنبهد افغانستان د ټاکنو د کمیسیون چارواکي وايي چې د ټولو رایو شمیر ۸۱۰۴۰۰۰ ته رسیږي چې دغه ټولې رایې به تفتیش شي. د رایو صندوقونه د ناټو د څرخي الوتکو په مرسته له ولایتونو څخه پلازمینې کابل ته رسیږي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني، د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۱۷مه) په یوه خبري کنفرانس کې روښانه کړه چې ټولې رایې به د ټاکنو د کمیسیون په مرکزي دفتر کې تفتیش شي: «رایې د ټولو کورني او نړیوالو استازو، څارونکو، نړیوالې ټولنې، رسنیو، د دواړو نوماندانو د څارونکو او د ټاکنیزو شکایتونو د څارونکو په حضور کي تقتیش کیږي.»
د رایو د تفتیش بهیر د افغانستان په وخت د ورځې په ۱۲ بجو پیل شو. د کمیسیون کارکوونکو څارونکو ته د رایو یوه یوه پاڼه ښووله چې د رایې په سپینوالي باندې ډاډه شي.
دغه تفتیش د ۱۶ معیارونو له مخې ترسره کیږي. هغه رایې چې د ټاکنیزو چارو د مسوولینو مهر او لاسلیک و نه لري باطلیږي. په عین حال کې هغه صندوقونه چې پرانیستل شوي وي، د هغوی په مورد کې هم پریکړه کیږي.
د رایو د تفتیش له پاره سل ډلې جوړې شوې دي چې په دوو کاري دورو کې خپلې چارې پر مخ بیایي. لومړۍ کاري ډله د سهار له اوو بجو څخه تر ۱۲ کار کوي او دویمه ډله بیا د غرمې له یوې بجې څخه د ماښام تر شپږو پورې په کار بوخته وي.
د ټاکنو د کمیسیون مشر وویل چې تر اوسه پورې يو شمېر نړیوال څارونکي کابل ته نه دي رسیدلي نو له همدې کبله د ټاکنو د تفتیش بهیر د پنجشنبې په ورځ صرف د ۳۰ ډلو په واسطه پیل شو.
نورستاني روښانه کړه چې د دغه تفتیش پایلې به د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته واستول شي: «په پای کې د تفتیش نتايج د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته استول کیږي. نوماندان ۲۴ ساعته وخت لري چې خپل شکایتونه درج کړي او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم باید دغه شکایتونه په ۲۴ ساعتونو کې وڅیړي. تر هغه وروسته به کمیسیون پایله اعلان کړي.»
د رایو تفتیش د ملگرو ملتونو تر څارنې لاندې پر مخ وړل کیږي. په دې خبري کنفرانس کې د یوناما استازي کرک ینیس، وویل: «موږ ټول، د ملگرو ملتونو غړي له یوې قوي ژمنې سره د دې ټول بهیر پر مهال له تاسو سره یو.»
د ټاکنو د کمیسیون مشر د ولسمشریزو ټاکنو پر دواړو نوماندانو باندې غږ وکړ چې تر تفتیش وروسته اعلانیدونکې پایلې ومني. نورستاني وویل: «هیله لرو چې دواړه نوماندان به پایله ومني. دا پریکړه شوې ده چې نوماندان باید تر تفتیش وروسته پایله ومني.»
د افغانستان د ولسمشرۍ له پاره دواړه نوماندانو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري تر منځگړیتوب وروسته د ټولو رایو پر تفتیش باندې سره موافقه کړې وه.