«د ربړونې د ګواښ په صورت کې دې پناه غوښتونکي نه اخراجیږي»

د آلمان د اساسي قانون محکمې پریکړه کړې چې که یو کس په خپل هیواد کې د ربړونې له ګواښ سره مخامخ وي، نو خپل اصلي هیواد ته نه شي اخراجیدای. دغه پریکړه په آلمان کې د یوه زیږدلي ترکي سلفست د اقامه دعوا په پایله کې شوې ده.

په کارلسروهه کې د آلمان د اساسي قانون فدرالې محکمې د سه شنبې په ورځ پریکړه وکړه چې که یو کس په خپل اصلي هیواد کې د ربړونې له ګواښ سره مخامخ وي، نو آلمان ته تر رسیدو وروسته، بیرته نه شي اخراجیدای.

محکمې ویلي دي چې چارواکي باید له اصلي هیواد څخه «لازم ډاډ» تر لاسه کړي، او یوازې په هغه صورت کې د یوه کس په اخراجولو لاس پوري کړي چې په اصلي هیواد کې د هغه د «ربړوني او ورسره د غیر انساني چلن ګواښ په عملي توګه له منځه تللی وي».

ويديو وګورئ 02:00
اوس په ژندۍ بڼه
02:00 دقيقې
ميديا سنتر | 09.11.2017

«مهاجر دې د اخراج پر ځای وروزل او د کار په بازار کې ادغام شي»

له برلین څخه تر کارلسروه پورې

دغه پریکړه ترهغه وروسته وشوه چې په آلمان کې زیږدلي یوه ترکي سلفست، خپل اصلي هیواد ته د اخراجیدو پر ضد دعوا وکړه. دغه کس په ۲۰۱۵ کال کې په برلین کې د یوې محکمې له خوا په درې نیم کاله بند محکوم شو. هغه ته دغه سزا د یوه سوریایي ترهګر سازمان د ملاتړ له کبله اورول شوې وه.

په ۲۰۱۶م کال کې د آلمان د مهاجرو ادارې دغه ۳۰ کلن وګړی وګواښه چې خپل اصلي هیواد ته به اخراج شي. خو هغه بیا د دې موضوع پر ضد په محکمې کې دعوا وکړه او ټینګار یې وکړ چې ترکي چارواکو د هغه پر ضد د ترهګرۍ په تور یوه جنايي دوسیه پرانیستې ده.

دغه ۳۳ کلن ترکي وګړي استدلال کړی دی چې د اخراح په صورت کې به په ترکيه کې په ترهګرۍ د تورن بل هر کس په څیر وربړول شي. هغه د خپلې دې ادعا له پاره د بخښنې نړیوال سازمان یو لیک د ثبوت په توګه وړاندي کړی دی.

ایا په ترکیه کې بندیان ربړول کیږي؟

په ۲۰۱۶م کال کې د ترکیې تر ناکامې کودتا وروسته، د دې هیواد حکومت ډیر خبریالان، استادان او قاضیان ونیول. د بخښنې نړیوال سازمان هم په ۲۰۱۶م کال کې وویل چې «بااعتباره شواهد یې راټول کړي دي چې ښيي بندیان په ترکیې کې د جنسي تیري په ګډون له وهلو او ربړونو سره مخامخ دي».

اوس به څه کیږي؟

اوس به نو آلماني چارواکي د وګړو په اخراج کې د پخوا په پرتله له لا ډیرو ستونزو سره مخامخ وو. اوس نو تمه کیږي چې آلماني چارواکي د اخراجیدونکو له اصلي هیوادونو څخه داسې ډاډمنتیا تر لاسه کړي چې اخراجیدونکي کسان به خپل اصلي هیواد ته تر رسیدو وروسته له ربړونې سره نه مخامیږي.

زموږ له ارشیف څخه:

سياست

د بروکسل غونډه

د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر مياشتې په لمړيو کې د بروکسل په غونډه کې افغانستان له اروپايي اتحاديې سره د مهاجرت پر موضوع يوې هوکړې ته ورسيدل، د دغې هوکړې له مخې د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو څخه افغانستان ته د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج اسانه کړل شو.

سياست

د رد شويو افغانانو منل

د بروکسل د توافق له مخې، افغانستان دې ته حاضر شو چې د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو لخوا رد شوي افغان مهاجر ومني.

سياست

اخراج او مرستې

د بروکسل په غونډه کې افغانستان د اروپايي اتحاديې لخوا مالي ملاتړ ترلاسه کړ، خو د بشر حقونو سازمانو پر دغې اتحاديې نيوکې وکړې چې دغه ملاتړ نبايد د مهاجرو له اخراج سره تړلي وي.

سياست

اخراج پر ضد مظاهرې

تر هوکړې وروسته د آلمان په مختلفو ښارونو کې د افغان مهاجرو د اخراج پر ضد ډیرې مظاهرې وشوي. افغان مهاجر او د هغو بهرني ملاتړي وايي چې افغانستان امن ندی.

سياست

لمړنی ډلييز اخراج

آلمان څخه کابل ته د افغان مهاجرو لمړنی ډليز اخراج د ۲۰۱۶ کال په سپټامبر مياشت کې ترسره شو. په دغه پرواز کې ۳۸ تنه ردشوي افغان مهاجر کابل ته بيرته وليږدول شول.

سياست

دويم ډليز اخراج

آلمان څخه د رد شويو افغان مهاجرو دويم ډليز اخراج د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ مياشت کې ترسره شو. په دا ځل پرواز کې ۲۶ تنه افغانان کابل ته اخراج شول.

سياست

اخراجونو سره جوخت مظاهرې

که له ېوې خوا ډليز اخراجونه ترسره کيږي ورسره جوخت په ټول آلمان کې افغانانو ته دا حق ورکول کيږي چې د افغان مهاجرو د اخراج په ضد مظاهرې وکړي. په مظاهره کې يوازې افغانان نه بلکه آلمانان هم برخه اخلي. انځور په هامبورک ښار کې د مظاهرې يوه برخه.

سياست

دريم ډلييز اخراج

آلمان څخه د افغان رد شويو مهاجرو دريم ډليز اخراج د ۲۰۱۷ کال په فبرورۍ مياشت کې ترسره شو. په دې پرواز کې ۱۸ تنه افغانان کابل ته اخراج کړل شول.

سياست

د مظاهرو دوام

آلمان کې د مهاجرو ملاتړ کونکو او بشري سازمانونو په وار وار د افغان مهاجرو د اخراج ضد مظاهرو کې د افغانانو تر څنګ خپل اواز اوچت کړی دی. د آلمان ځيني ګوندونو هم د افغان مهاجرو له اخراج سره مخالفتونه ښکاره کړي دي. د بيلګې په توګه د ۲۰۱۷ کال په اپريل کې د آلمان د شلزويګ هولشتاين ايالت صدراعظم تروستن البیک د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج بهير د درولو غوښتونکی شو.

سياست

اخراج شوي مهاجر او راتلونکې

افغانستان ته اخراج شوي افغان مهاجر ناهيلي ښکاره کوي. نور ايم رحمن له آلمان څخه په څلور پرواز کې کابل ته اخراج شو. د رحمن په څير اخراج شويو افغان مهاجرو لپاره تر ټولو ناهيلې کونکې خبره دا ده چې زيات وخت يې بې ګټي تير شوی دی. دوی له پاره په افغانستان کې له سره د نوی ژوند پيلول ګران کار بريښي.

سياست

څلورم ډليز اخراج

آلمان څخه کابل ته د ردشويو افغان مهاجرو څلورم ډليز اخراج د ۲۰۱۷ کال په مارچ مياشت کې ترسره شو. په دغه ځل ۱۵ تنه افغانان اخراج شول.

سياست

پنځم پرواز وځنډول شو

په کابل ښار کې د آلمان سفارت مخته د می مياشتې په ۳۱ نيټه د موټر بم ستره چاودنه وشوه. په دغې چاودنه کې شاوخوا ۱۵۰ تنه ووژل شول. د آلمان سفارت ودانۍ هم سخته زيانمنه شوه. آلمان دا ځل د افغانانو پنځم ډليز اخراج وځنډاوه.

سياست

د می ۳۱ مې بريد

کابل کې د ۲۰۱۷ کال د می مياشتې د ۳۱ مې بريد وروسته آلمان افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج د نامعلوم وخت لپاره ودراوه. دغه هيواد وپتيله چې د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه له سره کتنه وکړي. د مي ۳۱ بريد د آلمان سفارت مخته شوی وو چې دغه سفارت په کې سخت زيانمن شو.

سياست

تر درو مياشتو ځنډ وروسته د اخراج لړۍ بيا پيل

د رد شويو افغان مهاجرو وروستي ډلييز اخراج د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په ۱۲ نيټه د دوسلدورف له هوايي ډګر څخه ترسره شو. په دغه پرواز کې لږ تر لږه ۱۲ تنه افغانان کابل ته اخراج کړل شول. دا له هغه وخته چې آلمان حکومت د افغان مهاجرو اخراج تر يو نامعلوم وخت پورې درولی وو، لمړی ډليیز اخراج دی چې له دغه هيواده ترسره کیږي.

سياست

رد شوي افغان مهاجر

کابل ته رسيدلی یو نوی رد شوی افغان مهاجر. دغه ځوان د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په ۱۳ يعنې په وروستي پرواز کې افغانستان ته اخراج شوی دی.

سياست

اخراج د رايو ترلاسه کولو لپاره

د آلمان د مهاجرو له حقونو څخه د ملاتړ ادارې مشر ګهونتر بورکهارت د افغان مهاجرو د وروستي اخراج په اړه د آلمان حکومت پر اعلان سختې نيوکې وکړې. بورکهارت ویلي وو چې هغوی ځکه د انتخاباتو څخه يوازې څو ورځې د مخه دغه کار کوي تر څو وښيي چې د اخراج په مسئله کې جدي دي او په دې ترتيب رايي ترلاسه کړي. سرچينې: آژانسونه، انځورنه د دويچه ویله له آرشیف څخه