1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رسنيو جازه دنمارکي کاريکاتور کښونکي ته ورکړل سوه

۱۳۸۹ شهریور ۱۸, پنجشنبه

جازه ورکونکي وايي چي هغه د وژل کېدلو د ګواښونو سره سره د بيان د آزادۍ او د رسنيو د ثبات د ارزښتونو په ساتلو کې له پوره غيرت څخه کار اخيستی.

https://p.dw.com/p/P7nL
په پوتسدام کي اصلي وينا کوونکې د آلمان لومړۍ وزيره انگيلا ميرکل وه
په پوتسدام کي اصلي وينا کوونکې د آلمان لومړۍ وزيره انگيلا ميرکل وهانځور: AP

د٢٠١٠ ميلادي کال د رسنيو جايزه دنمارکي کاريکاتور کښونکي کورت وسترگاردKurt Westergaard ته ورکړل سوه.

وسترگارد، چي د خپلو انځورونو يا کاريکاتورونو تر خپرېدو وروسته د پوليسو تر څارني لاندي ژوند کوي. ځکه نو د پوتسدام په ښار کي سان سوشي نومې ماڼۍ کلابنده سوې وه او د جايزې ورکونه تر سخت امنيت لاندي نيول سوې ول.

د ماڼۍ خونه د جايزې تر ورکولو د مخه د ځانگړو سپو په مرسته وکتل سوې او پر بامونو باندي يې وسلې درول سوي وې.

د پوتسدام د ژورنالستانو د ټلوالي د صلاحکاري شورا غړی او د بېلډ نومي خپروني خپروندوی مديرډيکمن وايي: « زما په خيال دلته خبره د امنيت نه وه - دا کار له تخنيکي اړخه ممکن دئ - بلکي خبره د دې وه، چي وښي، کوم څه چي د کاريکاتور کښونکي کړيدي، هرو مرو ښه هم نه دي. او نه يې بايد سړی دغومره ياد کړي.»

هغه زياته کړه «د بيلډ ورځپاڼې له يوې خوا پرېکړه کړې وه، چي هغه کاريکاتورونه چاپ نه کړي، خو کوم څه چي موږ ته د اهميت وړ دي هغه دا چې: موږ په اورپا کې د دې کار حق ولرو. زه له هغه چا سره شريک نظر نه لرم، چي ممکن کوم بل څه ووايي. خو د دې د پاره خپل ژوند ورته وقف کوم، چي د هغه وينا حق ولري.»

په پوتسدام کي اصلي وينا کوونکې د آلمان لومړۍ وزيره انگيلا ميرکل وه. دې په خپله وينا کي په کلکه سره د رسنيو او وينا له آزادۍ څخه خبره وکړه او له وستر گارد څخه يې ملاتړ وکړ.

«بې توپيره ده، چي کاريکاتورونه يې زموږ خوښيږي او که نه، او يا دا چي ضروري او گټور دي او که نه. آيا اجازه لري؟ هو، اجازه لري. هغه لکه په يورپ کي د موجودو گڼ شمېر نورو غوندي يو انځورگر دئ. خو دا د دې مخالفه خبره هم نه ده، چې راوپا داسې يو ځای هم دئ، چي د عقيدې او مذهب آزادي،عقيدې او مذهب ته احترام لوړ مقام لري.»

دنمارکي کاريکاتورکښونکي ۷۵ کلن دی او وایي چي جايزه ورته د زيات اهميت وړده. او د خپله کاره څخه راضي دی.

Jörg/ محمد عارف وردگ

کتونکی: نجيب الله زيارمل