1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رنګون سره مرستی

۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۹, پنجشنبه

رنګون: په برماکی د توپان د يوه مصيبت د پيل نه راپديخوا د دغه هيواد پوځی واکدارانو د لمړی ځل د پاره يوۍ الوتکۍ ته چی دغه هيواد ته د نړيوالو مرستو مالونه رسوی، د دغه هيواد په يوه هوایی دګرکی د راښکته کيدلو اجازه ورکړی.

https://p.dw.com/p/DwWk
د عربي امارتو څخه مرسته
د عربي امارتو څخه مرستهانځور: AP

دغه الوتکه چی د مرستی ډير ضروری شیان پکی بار و، په رنګون کی راښکته شوۍ. دری نوری الوتکی به هم په همدی ګړيو کی راښکته شی. دغه مرستی د ملګرو ملتونو د غذايي مودو د پروګرام د سازمان له خوا تنظيم شوی .
د مخه تردی نړيوالو دبرما په پوځی واکدارانو باندی فشارراوړی چی دغه هيواد ته د مرستو درسولو په لاره کی خنډ نشی .
ځنګه چی په سیمه کی يوه آمريکايی عالی رتبه ډيپلومات ویلی دی، ښایی د نرګس په نامه د توپان له امله په برما کی د سلو زرو څخه زيات انسانان تلف شوی وی که څه هم په رسمی ډول سره تراوسه د 23000 مړيو څخه خبری کیږی.