1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روزگان د امنيې قوماندان په کابل کي ووژل سو

محمد ابراهيم سپېڅلی۱۳۹۳ اسفند ۲۸, پنجشنبه

د روزګان ولايت چارواکو ومنل، چي د دغه ولایت امنیه قومندان مل پاسوال مطیع الله خان په کابل کي په یوه ځانمرگي برید کي وژل سوی دی.

https://p.dw.com/p/1EtD5
انځور: REUTERS/Mohammad Ismail

د روزګان د سرپرست والي ویاند دوست محمد نایاب دويچه ويله پښتو ته وویل چي مطيع الله خان تیره شپه د کابل ولایت په شپږمه ناحیه کي پلی روان و، چي د شا له خوا د يوې ښځي له خوا په ځانمر برید کي وژل سوی دی.

نایاب وايي دغه معلومات په سیمه کي نږدې د يوه شخصي هوټل له پټو کامرو څخه تر لاسه سوي دي.

د روزګان د والي ویاند وايي، د مطیع الله خان وژل به د دغه ولایت پر امنیتي وضعیت هم منفي اغیز وکړي. د هغه په خبره د مطیع الله تر قومندان کیدو مخکي په روزګان ولایت کي د څلورو هیوادونو هالینډ، امریکا، ایټالیا او اسټرلیا عسکر موجود ول، لیکن بیاهم ناامني د ښار څنډو ته رارسيدلې وه.

ناياب وويل، کله چي مطيع الله د امنيې قوماندان سو د روزگان ولايت تر نیوي سلنه زیاته برخه د حکومت تر واک لاندي سوه.

ویل کیږي، چي د هغه جنازه به سبا جمعه له کابل څخه روزګان ته انتقال او په خپل پلرني ټاټوبي تيري کي به ښخ سي.

مطیع الله خان له تیرو ۳ کالو راهیسي د روزګان امنیه قومندان او تر هغه دمخه د کندهار او روزګان د لويي لاري د ساتني مسئوليت لاره.

مطیع الله د قومندانۍ ترڅنګ په سیمه کي یو پیژندل سوي قومي مشر هم وو. د هغه د وژني مسئولیت وسله والو طالبانو منلی دی.