1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيي او امريکا نوي معامله

۱۳۹۰ شهریور ۱۱, جمعه

د روسيي د ارکتيس په سمندرګي کي د تيلو او ګازو زيرمو د ماسکو او واشنګتن ترمنځ د اړيکو يو نوی فصل پرانيستی دی. روسان د امريکايانو تخنيک او امريکايان د هغوي زيرموته اړ دي. دا د 200 تر 300 مليارد ډالرو یوه پروژه ده

https://p.dw.com/p/12RhU
د روسیی د تیلو د استخراج دستگاوی
د روسیی د تیلو د استخراج دستگاویانځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

د تيلو د زيرمو دغه پراخه سيمه چي د روسيي په شمال ختيځ  کی پرته ده په ټوليږه توګه 126 زره کيلو مترمربع پراخوالي لري چي دري ځلي د بلجيم له هيواد څخه ستره ده.  د هغی د تيلو زيرمي  د 350 مترو په ژورتيا کي پرته دي.  د هغو د استخراج لپاره روسيه  د اړتيا وړ تخنيک په اختيار کي نه لري. خو امريکا له دغي  تخنيکي پوهي څخه برخمنه ده. روسيي ته د دغه تخنيک  د ورکړي  په بدل کي متحده ايالات د نړي د تيلو او ګازو دغي  ستري زيرمي ته لاره پيدا کوي.

روسي شرکت «روزنفت» او امريکايي شرکت «اکسون موبايل» د دغو زيرمو د راويستلو لپاره په خپلو منځو کي يو تړون لاس ليک کړ.

هغه يو معامله چي  ظاهرا يواځي ګټه په کي ليدله کيږي

روسان او امريکايان له خپلي دغي نوي  تجارتي معاملي څخه ډير خوشحاله ښکاري.  د روسيي صدراعظم، ولادمير پوتين له يو نوي «افق» څخه خبري کوي.  د امريکايي شرکت «اکسون موبايل رييس، تيلرسن چي له خوښي په جامو کي نه ځايده وويل: «له دي تړون سره زمونږ مشارکت يو نوي پړاو ته ورسيد. دا به زمونږ د دواوړو شرکتونو لپاره ډيري ګټي ور په برخه کړي.»

د کرملین تر کنتورل لاندی د روسیی د تیلفو شرکت روزنفت
د کرملین تر کنتورل لاندی د روسیی د تیلفو شرکت روزنفتانځور: picture-alliance

روسان د دغو دواړو شرکتونو په دغي ګډي معاملي باندي د تصميم نيولو صلاحيت لري:  د دغو زيرمو دوه پر دريمه برخه د روسيي د دولت تر کنترول لاندي شرکت، روزنفت، او يو پر دريمه اکسون موبايل پوري اړه لري. دغو دواړوو شرکتونو په ګډه اوس 3.2 مليارد ډالر پانګه ايښي ده تر څو د ارکتیس د «کارا»  له سمندرګي او دغه راز د تور سمندرګي د تيلو  زیرمی راوباسي.

له دی معاملی  بی برخی شوی شرکتونه

له دغه  بشپړ سوي تړون سره اکسون موبايل خپلو اروپايي سيال شرکتونه تير ايستلي دي. ځکه اصلا د تيلو بريتانوي شرکت، BP غوښتل چي له روسيي سره  دغه تجارتي معامله وکړي. خو د BP د خپلمنځي اختلافاتو له امله دا دا سودا ونه شوه.  دغه راز  هالندي- بريتانوي شرکت «رويال دچ شل» هم له روزنفت سره  خبري کړي وي.

د تیلو امریکایی شرکت اکسون موبایل
د تیلو امریکایی شرکت اکسون موبایلانځور: AP

دا چي امريکايي شرکت اکسون موبايل اوس لاس بري شو، د نوموړي شرکت د رييس، تيلرسن له برکته دي.  ويل کيږي چي  هغه د روسانو په خوي او عادت ښه بلد دي.  هغه په 1996 کال هم د روسانو او امريکانو  د ساخالين په پروژه کي د يو بلي سوداګري منځګړيتوب کړي ؤ چي د نړي  د تيلو د يوي ستري زيرمي له جمله څخه ده.

امريکايان روسانو ته بل کوم خدمت وړاندي کوي؟

متحده ايالات نه يواځي  روسيي ته خپل تخنيک په اختيار کي ورکوي، بلکه  د هغي د تخصص ظرفيت هم پراخوي ترڅو دغو ستونزمنو زيرمو ته هم لاس رسي پيدا کړي. دغو دواړو شرکتونو په سنت پيترز  بورګ کي د سمندري زيرمو د استخراج لپاره يو څيړنيز مرکز جوړوي.  د  خصوصي مالي تصدي، ګرانديز کپيتال، څخه د شنونکي، تيمور چايرولين  په نظر دغه تخنيکي همکاري په حقيقت کي د هغوي يعني امريکايانو او روسانو ترمنځ  د يوي ګدي تصدي د جوړولو معني لري:« امريکايي شرکت خپل تخنیکی پوهه او مالی  امکانات  روزنفت  ته  په اختيار کي پریږدی ترڅو  غه  د سمندرګی له ژوري څخه تيل راوباسي.»

د روزنفت د شرکت رييس، چوداينتوف هم له دي سوداګري څخه ډير خوښ دي. د هغه په نظر له دي سره د روسيي شرکت لپاره په لويدځو بازارانو کي لاره پرانيستله کيږي. تراوسه پوري روزنفت په لويديځ کي يواځي د آلمان د تيلو د چڼ کولو په سکتور کي  ونده درلوده. په 2010 کال کي  دغه شرکت د آلمان د اومو تيلو په پروسس کي په سلو کي 50  ونډه  واخيستله، دا د آلمان د تيلو د چن کولو د ظرفيت څلورمه برخه جوړوي.

ودلادمیر پوتین چین ته د تیلو د صادراتو یو پايلاین پرانیست آرشیف
ودلادمیر پوتین چین ته د تیلو د صادراتو یو پايلاین پرانیست آرشیفانځور: picture alliance / dpa

د يوني کريديت - سيکيورتيز څخه ارتيوم کونچين د آلمان غږ  له راډويو سره په يوه مرکه کي وويل: « دا چي  روسي شرکت، روزنفت په امريکا متحده ايالاتو کی فعال کيږي، دا د هغه د برياليتوب نښانه ده.  د «ماسکويي»  له بانک څخه  شنونکي، دينيس بوریسوف هم په دي همدي نظر دي.

د امريکايي شرکت لپاره ضمني  خطرونه

خو بوريسوف په عين وخت کي خبرداري ورکوي چي دا به د روزنفت لپاره هسي هم آسانه نه وي چي  په امريکا متحده ايالاتو کي کار وکړي. په دي برخه کي د چاپيريال ساتني ستونزي  د هغه په مخکي پرتي دي. سر بيره پر دي د کارپوهانو په نظر دغه تړل شوي تړون ځيني خطرونه له ځان سره لري: «تر اوسه پوري معلومه نه ده چي  په  ټوليزه توګه دقيقا څومره پيسي  په دغي پروژي کي بايد پکار ولويږي او دا پانګه به څه وخت  خپل ثمر ورکړي.  هغوي وايي: « لږ تر لږه پنځه يا اوه کاله وخت پکار دي چي د ارکتيتس د تيلو د زيرمو د راتلونکي په هکله سړي فکر وکړي.

خو کار پوه، کونچين وايي چي  امريکايي شرکت، اکسون موبايل په دي خطرونو باندي ښه پوه دي او پوهيږي چي په روزنفت باندي کرملين ټينګ کنترول لري. د کارپوه تيمور چايرولين په نظر  دغسي يوه کنترول  امريکايي شرکت ته دا هيله ورکوي چي ګواکي «کرملين به هغه ته په مالياتو کي لازمي تيريدني وکړي.»  خو نور کارپوهان شک لري. 

بیرګته ګیورز/ایفلالیا سمدووا / عبدالباری حکیم
کتونکی:  مسعود جهش