1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيی د بشری حقوقو د فعالينو ژوند په خطر کی دی

۱۳۸۸ مرداد ۱۵, پنجشنبه

د روسيی د بشری حقوقو یوه اعتصاب کونکی: «سياسي قتلونه زموږ په ورځني ژوند کي عام سوي دي. ژورنالستان او د بشري حقونو فعالين وژل کيږي. په تيرو وختونو کي موږ په دوامداره توګه سره دلته وير غونډي جوړؤ».

https://p.dw.com/p/J4yU
په روسيه کی د بشری حقونو لپاره اعتصاب
په روسيه کی د بشری حقونو لپاره اعتصابانځور: AP

په ماسکو کي يو ځل بيا په لسګونو کسان سره راټول سوي دي چي ډېوې او ګلان يې په لاسونو کي را اخيستي دي. دوی انځورونه او د ماتم کولو تور ټوکرونه ور سره را اخيستي دي.

د روان مېلادي کال د جنورۍ په مياشته کي هم ورته يوه وير غونډه جوړه کړل سوې وه، چي د ستانيسلاو مارکېلوف او د ژورنالستي انستازيا بابو رو وا د وژل کېدل له امله يې اعتصاب کوی. دغه وژل سوي کسان چا چي په ډاګه پر واکمنانو نيوکي کولې او د ټولنې د کمزورو کسانو لپاره يې آواز جګوی پر عام سړک په ډزو وژل سوي وه. د نوموړو کسانو په وير غونډه کي برخه اخيستونکې يوې مېرمني هغه وخت ويلي وه:

اعتصاب کوونکې:

«سياسي قتلونه او زموږ په ورځني ژوند کي عام سوي دي. ژورنالستان او د بشري حقونو فعالين وژل کيږي. په تيرو وختونو کي موږ په دوامداره توګه سره دلته وير غونډي جوړؤ».

7 مياشتي وروسته اوس دا دی بيا د وير غونډې جوړيږي او پدې وار د بشري حقونو د مدافع مېرمني نتاليا اېستېميرو وا د وژل کېدو په ترڅ کي. نوموړې مېرمنه په جولايي مياشته کي د چيچنيا په مرکزي ښار ګروزني کي تښتول سوې وه او وروسته يې مړی په ګاونډي او د روسيې په خپلواکه جمهوريت انګوشيا کي وموندل سو. پنځوس کلنې مېرمني د بشري حقونو د ټولنې مېموريل یا (یادون) د دفتر مشري په غاړه درلوده. هغه خپل ژوند ته د ورپېښ سوی ګواښ سره اشنا وه. وژل سوي مېرمنې ويلي وه:

«نو دا خو اوس زما کار دی. که زه د له نظره غوځول سوؤ پيښو په هکله کار ونه کړم نو بل څوک يې نه کوي. هر څه چي کيږي و دسي خو زه به ددغه ځای د خلکو سره خامخا مرسته کوم».

د تشدد او زور زياتۍ د قربانيانو او د تښتول سوو کسانو سره د مرستې کولو له وجې نوموړي خپل ژوند د لاسه ورکړی. دغه مېرمنه هم د خپلې ملګرې او ژورنالستې انا پوليټکوفسکا په ډول په ډزو ووژل سوله.

انډرې کولاګين يو بل کس ؤ چي په روسۍ زندانونو کي يې د ښه شرايطو لپاره فعاليت کوی. نوموړي په کاريليا کي چي د روسيې او فينلېنډ تر منځ سيمه ده د بشري حقونو د ټولنې عدل د دفتر مشري کوله. نوموړی د می په مياشت کي لادرکه سو او دوې مياشتي وروسته يې مړی وموندل سو.

ايا دا د زور زياتۍ د يوې نوي څپې معنا نه ورکوي؟ پدې هکله د بشري حقونو د ټولنې مېموريل مشر اولېګ اور لوف وايي:

«دا څه اوس را منځ ته سوې څپه نده بلکه دغه هيڅکله درېدلې نده او د همېشه څخه راروانه ده. زه فکر کوم چي د روسيې لپاره دا بده ده. نه یوازي زموږ ياني د بشري حقونو لپاره د کارکوونکو لپاره دا بده ده بلکه د دولت او خلکو لپاره هم دغه بده ده».

داسي ښکاري چي د روسيې په ټولنه کي د مېړني مدافع وکيلانو، ژورنالستانو او د بشري حقونو د فعالينو لپاره ځای نه وي. د اولس لخوا دوی نه ستايل کيږي او حتی ورته سپکي سپوري ويل کيږي. دوی د نا معلومه کسانو لخوا ګواښل کيږي، وهل ټکول کيږي او ترې نه باج اخيستل کيږي.

د زور زياتې وروستی قرباني البېرټ پشېلينڅېف ؤ چا چي د اداري فساد ضد يوه سيميز غورځنګ مشري په غاړه درلوده. نوموړي د ماسکو په برخه چيمکي کي يو دفتر پرانيستلی ؤ په کوم کښي چي نوموړي و ولسي خلکو مرستي کولې. دغه کس د نامعلومو کسانو لخوا په خوله کي دننه په ربړي مردک وويشتل سو د کوم په ترڅ کي چي نوموړی سخت ژوبل او مرګ ته نژدې سو.

پوليس پدې هکله پلټنې پېل کړي خو هيڅوک دا فکر نه کوي چي پلټنې دي کومي پايلې ولري. د نورو تېرويو په پرتله د بشري حقونو پر فعالينو بريدونه نه حليږي. بريدکوونکي نه معلوميږي، د هغوی تر شا خلک نه معلوميږي او څه چي پاته وي هغه صرف شکوک او شبهات وي.

کريستينا ناګل/احمد ولي اڅکزی

کتونکی: عبدالباري حکيم