1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيی څخه په استول شوی ازبک باندی پنځه کاله بند

۱۳۸۵ اسفند ۲۸, دوشنبه

يو ازبک چې د روسيې څخه ازبکستان ته استولی شوی و، په پنځو کلونو بند محکوم شوی دی. په رستم مومينوف باندی دا تور لگول شوی چې دی د يو منع شوی بنسټپاله اسلامي گوند، حزب تحرير غړيتوب لری.

https://p.dw.com/p/DKF2
انځور: AP

محکوم شوی باندی دا تور لگلول شوی چې ده په تاجکستان کښې د ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۸ جنگيدلی، مخدره مواد يی قاچاق کړی او بنسټپاله ايديالوژی يی خپره کړی ده.

د ده پلويان دا ادعا کوی چې مومينوف د روسيی په يوه واړه ښار کښې د آشپز په توگه کار کاوه. د بشر د حقوقو څخه د دفاع ټولنو د روسيی څخه دا غوښتنه کړی وه، تر څو مومينوف ازبکستان ته ونه لېږی، چېرته چې ده ته خطر و.