1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې او هندوستان د ولسمشرانو د ليدني اساسي ټکي

۱۳۸۹ آذر ۳۰, سه‌شنبه

د روسيې ولسمشر ديميتري ميدويدف، د يو دوه ورځني سفر په نيت نن هندوستان ته روانيږي ، د دې سفر موخه د خپل پخواني او تاريخي شريک هندوستان سره د اټومي او دفاعي وسايلو د قراردادونو لاسليک کول دي.

https://p.dw.com/p/QhWt
من مو هن سينګ او ديميتري ميدويدف
من مو هن سينګ او ديميتري ميدويدفانځور: AP

ددې سفر اصلي موخه دا ده چي د هندوستان حکومت دې ته وهڅوي چي مسکو دوی ته ډير مهم دی. په داسي حال کي چي هند د نورو لويدځو قدرتونو سره نزدي روابط لري.

د امریکا او هندوستان تر منځ غير نظامي تړون لاسليک کول پر دې باندي ټنگار کوي چي د هندستان اړيکي د امریکا سره ورځ تر بلي ډيريږي، ځکه يې نو رو سيه پريشانه کړې.

هندوستان کوښښ کوي چي خپلي زړې و سلې او خپلي روسۍ جنګي جټ الوتکو د موډرن او نوي کولو لپاره نورو هيوادونو ته لاس وغځوي.

د روسيې او هند تاريخي اړيکو ته په کتو سره د تير مهال د روسيې د حکومت څخه شروع او تراوسه چي دواړه هيوادونه د (جي20 ) سارزمان غړيتوب لري،ډير نږدې روابط لري.

هند د افغانستان په هکله امنيتي او ستراتيژيکي انديښنۍ لري، ليکن په دې هيواد کي مستقيم نفوذ نه لري. هندوستان او روسيه دواړه د چين د نفوذ څخه په هند او د سيمي په نورو هيوادنو لکه پاکستان چي اټومي وسلې لري د مخنوي کوښښ کوي.

هند په دې عقيده دی چي چين، هند ، او روسيه په درې اړخيزه خبرواترو سره نسي کولای چي دې مسالي ته لاس رسۍ پيدا کړي.

په داسي حال کي چي ميدويدف د مسکو اونوي ډهلي د روابطو ټينګښت ته جدي او اميد واره دی.

نوی ډهلي د ملګرو ملتونو په شورا کي د دايمي غړيتوب لپاره بې قيد اوشرطه د ملاټر تر لاسه کولو په هڅه کي دی، چي په وروستيو مياشتو کي پاريس او واشنګټن په دې موخه خپل ملاټراعلان کړی دی.

اټومي قدرت

روسيې دا هوډ کړی چي د انرژۍ په برخه کي به هندوستان ته ټکنالوژي برابروي.هندوستان ډيري انرژۍ ته اړتيا لري. دغه هيواد غواړي چي تر ۲۰۲۳ ميلادي کاله پوري په خپل اټومي برقي قدرت کي ۶۳ زره مګاواټه زياتوالی راولي.

روسيه چي د نړۍ په سطحه د انرژۍ لوی توليدونکی هيواد دی، د هند د ورځ په زياتيدونکي غوښتني د فرانسي او د امريکا د متحده ايالاتو سره په رقابت کي دی.

امريکايي شرکتونه تر اوسه پوري د هندوستان په بازاونو کي د سرمايه ګذاري سره بې علاقې دي. د دې وجه د هغه قوانينو تصويبول دي چي د دوی په اند ځيني محدوديتونه منځته روړي.

دا قوانين د اګست په مياشت کي د هند د پارلمان لخوا تصويب سوي چي د روس او فرانسي عرضه کونکو ته د سرمايه ګذاري اجازه ورکوي.

د روسيي لومړي وزير ولاديمير پوتين د مارچ په مياشت کي د هندوستان څخه په ليدنه کي دغه هيواد ته د ۱۶ راکټورو د ورکړي موافقه وکړه.

روسيي د يو نږدې اقتصادي او سياسي شريک په توګه د تيرو لسو کالو راپه دېخوا د هندوستان دفاعي بازار قبضه کړی دی.دغه هيواد ۷۰ په سلو کي د هند نظامي تجهيزات برابروي.

خو هندوستان چي يو د هغو هيوادونو له ډلي څخه دی چي ډيره وسله واردوي په دي ورستيو کي د چين پرمختللو وسلو ته په کتني سره نورو هيوادونو ته مخه کړې او غواړي چي د امريکا، اروپا ، او اسرايلو سره د وسلو اخستلو تړونونه ولري.

په دې توګه هند بايد د الوتکو ، ټانکونو، کښتيو، او د روسي راکټي سيستم د پيرلو لپاره په ميلياردونو ډالره مصرف کړي، چي په دې توگه مسکو د هند په دفاعي برخه کي د اصلي شريک په توګه باقي پاته کيږي.

تجارتي برخه

د هندوستان او روسيي تر منځ تجارت په ۲۰۱۰ کال کي ۶،۷ ميليارده ډالرو ته ورسيدی. دواړو خواوو موافقه کړې ده چي خپل تجارت به په راتلونکو پنځو کلونو کي ۲۰ ميليارده ډالرو ته ورسوي.

دا په داسي حال کي ده چي د روسيي تجارت د چين سره چي د هند اسايي سيال دی، د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کي ۴۷،۵ ميليارده ډالرو ته ورسيدی. دغه ميزان د هند د تجارتي معاملاتو حجم د روسيې سره کم ښيي.

ګمان کيږي چي د هند او روسيي د تجارتي معاملاتو پراختيا به د دې سفر د اصلي موخو څخه وي. په دي سفر کي به د ميدويدف سره اقتصادي او تجارتي مسولين يوځای وي. د هندوستان چارواکو د خبرو اترو ټکي ښکاره کړي چي په دې توګه د ټکنالوژۍ او دوا سازۍ موضوع به د بحث اصلي ټکی وي.

رسول رحيم/ شمس الرحمان

کتونکی: نجيب الله زيارمل