1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې د بهرنيو چارود وزير سفر کابل ته وځنډېده

۱۳۸۵ بهمن ۴, چهارشنبه

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سېرگي لاوروف افغانستان ته خپل سفر د خرابې هوا له امله وځنډاوه. ويل کېږي چې د کابل نړيوال هوايي ډگر تړل شوی دی. ټاکل شوې وه چې لاوروف به له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د افغانستان د پورونو په اړه خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/DKB4
سېرگي لاوروف
سېرگي لاوروفانځور: AP
د افغانستان اوسنی دولت دغه پورونه چې د لسو مليارډو ډالرو په شاوخوا کې دي په رسميت نه پېژني. د خبرې نورې موضوعگانې د بيارغاونې، دوو اړخيزو اړيکو او د ترهگرۍ او مخدره توکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې ټاکل شوې وې. د روسيې د بهرينو چارو وزارت زياته کړه چې لاوروف به د کابل پر ځای نوې ډهلي ته سفر وکړي چيري چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم د پنج شنبې په ورځ مېلمه دی.