1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې صدراعظم ولاديمير پوتين په هندوستان کی دی

۱۳۸۸ اسفند ۲۱, جمعه

د جمعې په ورځ د روسيې د لومړي وزير ولاديمير پوتين او د هند د سياسي مشرانو تر منځ د خبرو اترو اصلي موضوعات دفاعي تړونونه او د اټومي چارو په برخه کې همکاري ده

https://p.dw.com/p/MQtb
انځور: AP

دغه څرگندونې د هند د باندنيو چارو د وزارت يوه وياند وکړې. گڼ شمېر تړونونه چې په هغو کې د ذروي انرژۍ په برخه کې د همکارۍ يو تړون هم راځي، د وياند ويشنو پراکش د خبرې سره سم په اجنډا کې راغلي دي.

ويل کيږي چې د دغو موافقليکونو تر شا ولاړه ټول ټال اقتصادي کچه له لس مليارډو ډالرو څخه هم اوړي. دغه خبره د پوتين وياند د پنج شنبې په ورځ په مسکو کې خبريالانو ته وکړه. د هند د آي ای ان اس IANS په نوم د خبررسولو اژانس د دفاعي تړونونو دغه رقم څلور مليارډه ډالره په ډاگه کړی دی.

پوتين د پنج شنبې په ماښام نوي ډهلي ته ورسېد او ورسره د وزيرانو او سوداگرو يو پلاوی هم مل و. د جمعې په ماښام د هند له لومړي وزير مانموهن سنگ سره خبرې په اجندا کې راغلی يو بل ټکی دی. پوتين هند ته څلور وارې سفر کړی و، کله چې هغه د روسيې ولسمشر و. په نظر کې وه چې دی به د هند له ولسمشرې پراتيبهه پاتيل سره د تليفون د لارې هم خبرې وکي او د کانگرس گوند له مشرې سونيا گاندهي سره به يوه ليدنه کتنه ولري. د هند د بهرنيو چارو وزارت دغه سفر «ډېر مهم» بللی دی. روسيه د هند لپاره تر ټولو مهم د وسلو او تجهيزاتو صادرونکی هېواد دی. د پوتين د سفر په لړ کې به د روسيې لخوا هند ته د الوتکو د يوې لېږدونکې بېړۍ په ورسپارلو کې د ځنډ د راتلو په هکله هم خبرې کيږي. د دغې لويې سوداگريزې ستونزې له امله د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکي خړ پړ شوي وو. د پخواني تړون له مخې بايد دغه د الوتکو لېږدونکې کشتۍ چې د «امير البحر گورشکوف» نوم لري او په هند کې به د «ويکرا ماديتيا» نوم ورباندې ايښودل کيږي، په 2008 کال کې هند ته ورکړل شوې وای. اوس دغه چار 2012 کال ته ځنډول شوې ده. روسيه د يو نيم مليارډو ډالرو پر ځای، چې موافقه ورباندې شوې وه، اوس د دغې جنگي کشتۍ لپاره 2,9 مليارډه ډالره غواړي. د آي ای ان اس IANS خبري اژانس د معلوماتو له مخې اوس دواړو لورو د 2,35 مليارډو ډالرو بيه منلې ده. روسيه د وسلو او تجهيزاتو په برخه کې هند ته شپېته تر اويا په سلو کې وسايل برابروي. دواړه لوري به د افانتسان او پاکستان په هکله هم خبرې اترې کوي.

د هند د بهرنيو چارو د وزرات وياند پراکش په يوه غونډه کې د پنج شنبې په ورځ وويل: «د ليدنې کتنې په ترڅ کې به دواړه لوري د دوو اړخيزو اړيکو ټولو برخو ته يوه بيا کتنه کوي او د ستراتيژيکې ملگرتيا د لا ښه کولو او پراخولو په هکله به هم خپل نظرونه تبادله کړي. زموږ هدف دا دی چې په ستراتيژيکو سکتورونو کې لکه د تېلو، ملکي اتومي انرژۍ، فضانوردۍ او دفاعي چارو په ټولو برخو کې خپل دوه اړخيز اړيکي لا پياوړي کو.»

DPA/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري