1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې مانورونه او د لوېديځ اندېښنې

۱۳۹۶ شهریور ۲۳, پنجشنبه

د روسیې د دفاع د وزير مرستیال الکسناندر فومین، له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې د دوی د زاپد ۲۰۱۷ په نوم پوځي مانورونه لویدیځ ته متوجه نه دي. د مرکې مهم ټکی يې دلته ولولئ:

https://p.dw.com/p/2jybP
Russland Sapad Militärübung bei Kaliningrad 2013
انځور: picture-alliance/dpa/A. Druginyn

دویچه ویله: د «زاپد ۲۰۱۷» په نوم پوځي مانورونه د پنجشنبې له ورځې څخه د لویدیځ او ناټو پولو ته څیرمه پیلیږي. دا خبره روښانه ده چې دې کار په لویدیځ کې ځینې پوښتني راپورته کړي. د بیلګې په توګه د لیتوانیان د دفاع وزیر په دې باور دی چې دغه مانورونه د پولنډ او بالتیک حوزې هیوادونو پر وړاندې د برید تاکتیونه ازمایي. دغه اندیښنې تر کومه ځایه سمي دي؟

فومین: زه غواړم چې خپل خواږه ګاونډیان ژر آرام کړم. دغه مانورونه په بشپړه توګه سوله ایز دي او په بشپړه توګه دفاعي بڼه لري. په دې مورد کې زاپد (روسي معنی یې لویدیځ ده) په هیڅ وجه د لویدیځ هیوادونو او ناټو پر وړاندي جغرافيايي اړیکي نه دي. زاپد د روسیې د فیدراسیون او سپينې روسیې د لویدیځ په معنی دی چې اوس هم د روسیې په لویدیځ کې موقعیت لري. په ځانګړې توګه اوکراین انديښنه لري چې دغه مانورونه ښایي په یوه مداخله باندي واوړي. خو په هیڅ صورت نه. زه دا خبره په پوره مسوولیت سره کوم. موږ د خپلو ګاونډیو هیوادونو پر ضد کوم برید نه پلانوو. د دغو تمرینونو اصلي موخه د تروریزم پر ضد جګړه کې د اړونده ستراتیژۍ او په جګړو کې د وسله والو ځواکونو د تمرین موضوع مطرح ده.

دویچه ویله: په دغه مانورونو کې د برخه اخیستونکو عسکرو شمیر روښانه نه دی. دغه شمیر له ۵۲۰۰ څخه تر ۱۰۰ زره عسکرو پورې یادیږي. دقیقا په دغو مانورونو کې څومره شمیر عسکر برخه لري؟

فومین: د ۱۰۰زرو عسکرو د برخه اخيستو موضوع هیڅ د پوښتنې وړ نه ده. په ټوله کې په دغو تمرینونو کې ‍۱۲۷۰۰ عسکر ونډه لري. په دغو کسانو کې چې ښایي تاسو یې په هکله خبره کوۍ ۵۵۰۰ روسي عسکر دي او ۷۲۰۰ بیا د سپینې روسیې. په دغو مانورونو کې ۲۵۰ ټانکونه، شا او خوا ۶۸۰ زرغروال موټر او شا او خوا ۱۵۰ توپچي قطعات برخه لري.

Alexander Fomin
فومين: دغه تمرينا د ناټو ضد نه ديانځور: picture-alliance/Ministry of defence of the Russian Federation/V. Savitskii

دویچه ویله: که چیرې په شمالي قطب کې د کارلیا له لوري تر سپینې روسیې پورې نظر واچوي نو دا یوه لویه ساحه ده. داسې بریښي چې د دغې سیمې له پاره د ۱۲۷۰۰ عسکرو شمیر ډیر لږ دی؟

فومین: موږ کله نا کله د روسیې په خاوره کې له ډیرو عسکرو او منابعو سره تمرینونه کوو. خو په دې پوځي مانورونو کې به هغه شمیر عسکر برخه واخلي چې مخکې مې یادونه وکړه، ځکه د دې اړتیا نه لیدل کیږي چې ډیر عسکر دې ونډه واخلي.

دویچه ویله: دغه پوځي تمرینونه په داسې یوه وخت کې ترسره کیږي چې د ناټو او روسیې تر منځ اړیکي ښې نه دي. ځکه نو ډیر کسان اوس دغه تمرینونه د يوه لمسون په توگه انگېري چي وای بل وخت نه اوس او هغه هم په لوېديځ کي...

فومین: طبیعي ده چې موږ هغه څه چې پیښیږي ډیر په دقت څارو، پر نورو سربیره د سیستم او د اروپا په امنیتي جوړښتونو کې عصري والی. او هغه پیښي، پرمختګونه او هغه عملي اقدامونه چې کیږي تر ټولو زیات د شمالي اتلانتیک سازمان [ناټو] له لوري، زموږ له پاره د اندیښنې سبب دي.

هغه څه ته چې زه اشاره کوم په ختیځه اروپا کې د ناټو د لمن پراخیدل دي، چې روسیې ته د دې ډاډ ورکړل شوی وو چې دغه ډول سیاست به نه عملي کیږي.

دویچه ویله: خو د ناټو د لمن پراخیدل ښایي د روسیې له لوري د تهاجمي سیاست په غبرګون کې وي، پر نورو سربیره د اوکراین په ختیځ او کریمیا کې؟

فومین: تر ټولو لومړی ناټو زموږ په سرحد کي ده، نه روسيه د آلمان او فرانسې سره پر پوله مستقره ده. زه هيله کوم چي دې ته پام وشي چي د محرکۍ قوه څوک ول؟ نو وګورئ چې هغه بل اړخ ته څه پیښیږي د زاپد ۲۰۱۷په نوم پوځي مانورونه د ناټو د ځواکونو له پاره دلیل نه دی چې مستقیما د روسیې پولې ته څیرمه مستقر شي.

دویچه ویله: تاسو د دې اندیښنه نه لرئ چې دغه پوځي تمرینونه به یوازې د ناټو او روسیې تر منځ ترینګلتیا لا پسې ډیره کړي؟

فومین: نه موږ له دې اندیښنه نه لرو. تر هر څه لومړی بیا پر دې ټینګار کوم چې دغه مانورونه د روسيې پر وړاندي د ناټو پر پرانيستي تهاجمي سياست سربيره هم د ناټو پر ضد نه دي.

دغه مرکه له آلمان ږغه یوري رېشېتو کړې.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.12.2016):