1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې په يو کان کې لږ تر لږه څوارلس تنه مړه شول

۱۳۸۶ خرداد ۳, پنجشنبه

د روسيې په غربي سايبيريا سيمه کې لږ تر لږه څوارلس تنه کارکونکي د سکرو په يو کان کې تر چاودنې وروسته مړه شوي دي. د پېښې د رامنځته کېدو پر مهال د اټکل له مخې 220 تنو په کان کې کار کاوه.

https://p.dw.com/p/DKEJ
دغه پېښه د نووکوسنېسک د ښار په يوه کان کې شوې ده
دغه پېښه د نووکوسنېسک د ښار په يوه کان کې شوې دهانځور: picture-alliance /dpa
د هغو له جملې څخه د روسيې د فاجعيې څخه د ژغورنې د وزارت په وينا تر 150 زيات کسان ژغورل شوي دي. دغه ناورين د نووکوسنېسک د ښار په يوه کان کې رامنځ ته شوی دی.