1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې او طالبانو د اړیکو په اړه اندېښنې

۱۳۹۵ آذر ۱۸, پنجشنبه

د يوه رپوټ په حواله افغان او امریکايي چارواکو ويلي دي چي د روسيې او طالبانو ترمنځ د هر ډول اړيکو پراختيا ښايي په افغانستان کي بې ثباته وضعيت لا پسې کړکېچن کړي. خو روسيه له طالبانو سره د مرستي رپوټونه نه مني.

https://p.dw.com/p/2TwKl
Afghanistan Taliban Kämpfer in der Ghazni Provinz
انځور: Reuters

د روسيې چارواکو، له طالب جنگیالیو سره چې د افغان حکومت د راپرځولو له پاره جگړه کوي د مرستې رپوټونه رد کړي دي. د روسي چارواکو په حواله له طالبانو سره د هغوی محدودي اړیکې په دې موخه دي چې طالبان د خبرو اترو میز ته کښینول شي.

رويترز خبري آژانس په خپل رپوټ کي ليکي چې په کابل کې چارواکي په دې آندی دي چې د روسیې له لوري د طالبانو ملاتړ، تر اوسه یوازې سیاسي دی.

خو د دغو چارواکو په خبره د ملاقاتو یوه سلسله چې په مسکو او تاجیکستان کې وه، د افغانستان استخباراتي او دفاعي چارواکي یې د مستقیم ملاتړ په گډون د وسلو او تمویل په هکله انديښمن کړي دي.

یوه لوی افغان امنیتي چارواکي د روسیې له خوا د طالبانو ملاتړ یو «نوي خطرناک دود» گڼلی. په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو د ځواکونو قوماندان جنرال نیکلسن هم دغه شان يوه یادونه کړې.

نیکلسن تیره اوونۍ په واشنگټن کې خبریالانو ته وويل چې روسیه له ایران او پاکستان سره یو ځای شوې ده او په وینا یې مسکو طالبانو ته مشروعیت بخښي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندي ماریا زخاروا د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د نیکلسن څرگندونې ساده او ناسمې وبللې. هغې ويلي دي: «موږ په وارو وار ویلي دي چې روسیه له طالبانو سره پټې خبري نه کوي او د طالبانو هیڅ ډول ملاتړ نه کوي.»

د زخاروا په وینا روسیه د خبرو اترو له لاري د سولې ملاتړ کوي چې یوازي د ټولو لوبغاړو په گډون له طالبانو سره د اړیکو له لارې ممکن کیدای شي.

د راپورونو له مخي په کابل کې د روسیې سفارت د پنجشنبې په ورځ د افغانستان او روسیې تر منځ د اړیکو په هکله یو مطبوعاتي کنفرانس پلان کړی دی. دغه خبري کنفرانس په داسې وخت کې پلانیږي چې د افغانستان د پارلمان له لوري د روسیې او طالبانو تر منځ د ممکنه اړیکو د څیړولو په هکله رپوټونه ورکول کیږي.

یوه بله «ستره لوبه»؟

رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افغانستان له اوږدې مودې راهيسي د نړیوالو مداخلو ډگر دی. په ۱۹مه پېړۍ کې دغه خاوره د بريتانيا او روسيې ترمنځ د «ستري لوبي» د قدرت غوښتني ډگر وو. دغه راز په اتيايمه لسيزه کې امریکا د پاکستان له لاري د شوروي اتحاد پرضد افغانانو ته وسلې ورکولې.

د طالبانو یوه چارواکي رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې له ۲۰۰۷م کال راهیسې له مسکو سره مهمې اړیکي لري او په وینا یې د روسیې همکاري تر «مورال او سیاسي ملاتړ» زیاته نه ده.

دغه خبري آژانس د طالبانو د یوه لوی چارواکي له قوله لیکلي دي: «موږ گډ دښمن لرو. موږ ملاتړ ته اړتیا لرو، څو په افغانستان کې له متحدو ایالاتو او متحدینو ځان خلاص کړو او روسیه غواړي څومره ژر چې امکان ولري، بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.»

مسکو په افغانستان کې د جگړې له کبله پر متحدو ایالاتو او ناټو باندي انتقاد کوي، خو په لومړي سر کې روسیې افغان پوځ ته څرخي الوتکې ورکړي وې او په دې باندې یې توافق کړی وی چې د روسیې له خوا په افغانستان کې ائتلافي ځواکونو ته اکمالاتي لاره ورکړي.

خو کله چې د اوکراین او سوریې په کړکیچ کې د مسکو او لویدیځو هیوادونو اړیکي خړي پړې شوې نو زیاتره دغه ډول همکارۍ هم له منځه تللي دي.

د متحدو ایالاتو راتلونکي ولسمشر دونلد ترمپ چې د جنورۍ میاشتې پر شلمه نېټه به خپله دنده پیل کړي له روسيې سره د اړیکو د بیا رغولو اشاره کړې ده، چې ښايي په راتلونکي وخت کې د روسیې او متحدو ایالاتو د تگلارو د بدلون په معنی وي.

بهرنۍ غونډي

د طالبانو او افغان حکومت د سرچینو په حواله، په وروستیو میاشتو کې طالب استازو له روسي چارواکو سره غونډي شوي دي. د کندز ولایت امنيه قوماندان قسیم جنگل باغ وایي چې په دغو غونډو کې د کندز له پاره تش په نوم د کندز والي ملا عبدالسلام تاجکستان ته سفر شامل دی. يوه افغان چارواکي ويلي دي چې یوه بله غونډه په نزدې وخت کې پخپله په مسکو کې شوې ده.

که څه هم افغان چارواکي له طالبانو سره د روسیې د مستقیمو مرستو په هکله کوم شواهد په لاس کې نه لري، خو د جنگل باغ په خبره په وروستیو کې د نامعلومو څرخي الوتکو الوتنو او روسي ساخت نوو وسلو نیولو، دا اندیښنې راپارولي دي چې ښایي سیمه ایزه لوبه وي.

یوه بل افغان امنیتي چارواکي چې د نوم له ښوولو څخه ئې ډډه کړې ويلي دي: «که چیري طالبان الوتکه ضد وسلو ته لاس رسی پیدا کړي، د بیلگې په توگه د روسیې له لوري، دا به نو د لوبې بدلون وي او سوله باید له یاده وایستل شي.»

داعش

د افغان او امریکايي چارواکو په حواله روسي استازي ادعا کوي چې افغان امنیتي ځواکونو چې د متحدو ایالاتو د ځانگړو ځواکونو او هوايي ځواک ملاتړ لري کافي څه نه دي کړي چې په افغانستان کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش د فعاليتونو د پراخیدو مخه ونیسي.

دغي تروريستي شبکې ته وفاداره یاغیان توانیدلي چې د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان پولې ته څیرمه ځینې ځایونه ونیسي. او دغه ډله نه یوازي د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد جگړه کوي، بلکې د طالبانو پر ضد هم جنگیږي.

خو طالبان بیا دا خبره ردوي چې له روسیې سره د دوی اړیکي د داعش پر ضد جگړې سره تړاو لري. رویټرز د طالبانو د یوه لوی چارواکي له قوله لیکلي دي: «روسیې د ۲۰۰۸م کال په لومړیو کې زموږ ملاتړ پیل کړ، هغه مهال داعش په نړۍ کې موجود نه وو. د هغوی [روسیې] یوازنۍ موخه دا وه چې موږ د متحدو ایالاتو او د هغوی د متحدینو پر ضد پیاوړي کړي.»

نیکولسن ویلي ول چې د داعش خبره په اصطلاح یوه پرده ده، چې د روسیې د پالیسیو د توجه له پاره طرحه شوې ده.