1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې او عربستان تر منځ د وسلو او تجهیزواتو معامله

۱۳۹۶ مهر ۱۴, جمعه

دلته موضوع د وسلو، تیلو او نفوذ پر سر ده. مسکو ته د سعودي عربستان د پاچا سلمان تاریخي سفر ډیرې پوښتنې را ولاړې کړي دي. دغه دواړه هیوادونه به د سوریې د شخړې په څیر مسائلو کې څومره نږدې همکاري وکړای شي؟

https://p.dw.com/p/2lMhN
Russland Besuch saudischer König  Salman bin Abdulaziz Al Saud
انځور: picture-alliance/AP Images/A. Nikolsky

د سعودي عربستان پادشاه روسیې ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې، له دغه هیواد سره د میلیاردونو دالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو او انرژي د معاملاتو پر سر توافق کړی دی.

د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتين سره د سعودي عربستان د پادشاه سلمان بن عبد العزيز د دغې لیدنې کتنې پر مهال په لسګونه تړونونه لاسلیک شوي دي. د بیلګې په توګه د ریاض حکومت به له روسیې څخه د S-400 ډوله هوايي دفاعي سیستم، د ټانګ ضد سیستم او راکټي وسلې وپيري.

په دې وروستیو کې د ناټو غړي هیواد ترکیې هم له روسیې څخه د S-400,ډوله هوايي دفاعي سیستم، د خریدارۍ تړون لاسلیک کړی وو. تمه کیږي چې دغه پانګونې به د روسیې د اقتصاد د پیاوړی کولو په برخه کې مرسته وکړي، کوم  چې اوس مهال د لویدیځ له خوا پرې له لګول شویو بندیزونو څخه رنځ وړي. پر روسیې دغه بندیزونه د کریمیا ټاپو د الحاق له کبله لګول شوي دي.

د پوځي روزنې پروګرام، د تجهیزاتو تخنیک

د دې تر څنګ روسیه به په راتلونکي کې په سعودي عربستان کې وسلې تولید کړي. سربیره پر دې دواړو خواو سعودي ځواکونو ته د پوځي روزنې پر پروګرام هم موافقه کړې ده، د بیلګې په توګه د جنګي وسلو او تجهیزاتو کارونې د تخنیک په برخه کې. د سعودي عربستان یوه ویاند په مسکو کې وویل چې دغه موافقتنامې به د سعودي عربستان د پوځي صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې کلیدي رول ولوبوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د سعودي عربستان او روسیې د همکاریو دغه لاسلیک شوي موافقتنامې د ډیرې لوړې کچې او بی ساري وبللې.

سعودي عربستان واشنګټن ته د یوه نږدې عنعنوي متحد په سترګه ګوري او خپل د اړتیا وړ زیاتره وسلې له متحده ایالاتو او همدارنګه له بریتانیې څخه پيري.

دونالد ترمپ د ولسمشر په توګه خپل لومړنی بهرنې سفر له سعودي عربستان څخه پیل کړ او له دغه هیواد سره یې د یو میلیارد دالرو په ارزښت د وسلو او تجهیزاتو د خریدارۍ تړونونه لاسلیک کړل.

د تیلو د تولید په برخه کې همکاري

همدارنګه د نفتو د تولید په برخه کې هم همغږي موجوده وه. د مسکو او ریاض حکومتونه چې د نفتو د تولید له لویو او محرکو هیوادونو څخه دي د ډیر شمیر اوپيک او غیر اوپيک OPEC هیوادونو سره په ګډه غواړي چې په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیې ته ثبات ور وبخښي.

د روان کال په پيل کې سعودي عربستان د اوپيک د یو لوی تولیدونکي هیواد په توګه او روسیې د یو غیر اوپیک، خو مهم هیواد په توګه د تیلو د تولید د کموالو پریکړه وکړه.

دغه دواړوه هیوادونه په ګډه سره په نړۍ کې د تیلو د تولیداتو ۲۵ سلنه برخه په اختیار کې لري. پادشاه سلمان دغه موافقه وستایله او وی ویل چې په دې سیمه کې به له کرملین سره همکاري دوام پیدا کړي. له دې اعلان سره د تیلو بیی لوړی شوي دي.

د سوریې د کورنۍ جګړې په اړه د نظر اختلاف په نه پام کې نیولو سره، دواړو مشرانو هڅه کوله چې دلته خپل یو والی څرګند کړي. سعودي عربستان د یاغیانو ملاتړ کوي په داسې حال کې چې روسیه بیا د دمشق یو له مهمو متحدینو څخه دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئ لاوروف په مسکو کې ژورنالستانو ته وویل چې مسکو د سوریې په کورنۍ جګړه کې د اپوزیسیون د متحد کولو د کوښښونو ملاتړ کوي. ولسمشر پوتین او پادشاه سلمان د ښکیلو خواو ترمنځ د خبرو اترو پر تقویه کیدو ټینګار کړی. تر اوسه پوري د روسیې هوایې ځواکونه د رژیم پر مخالفینو له بمباریو سره د سوریایې پوځ ملاتړ کوي.