1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې سیمه ییزې ټاکنې د اوکراین کړکیچ تر سیورې لاندې ترسره شوې

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ شهریور ۲۴, دوشنبه

روسانو د یکشنبې په ورځ تر ۱۹۹۱ کال وروسته د خپل هیواد تر ټولو پراخو سیمه ییزو ټاکنو کې برخه واخیسته. په داسې حال کې چې اوس هم په اوکراین کې کړکیچ روان دی کریمیا د لومړي ځل له پاره په دغو ټاکنو کې گډون درلود.

https://p.dw.com/p/1DCIH
انځور: Reuters/Stringer

د ټاکنو په ترڅ کې ۳۰ سیمه ییز والیان، ۱۴ سیمه ییز پارلمانانونه، درې ښاروالان او د ښاروالي د شورا گانو په زرونو غړي وټاکل شول. رایو ورکوونکو همداراز د مسکو د ښاري شورا غړي او همداراز د سنت پیترسبورگ ښار وال هم وټاکه.

خو تر ټوله زیاته نړیواله توجه په کریمیا او د سیوستوپول په ښارونو کې ټاکنو ته اړول شوې وه. په دغو دوو ښارونو کې د لومړي ځل له پاره دغه ډول ټاکنې ترسره شوې ځکه دغه سیمې د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې له اوکراین څخه بیلې او له روسیې سره یوځای شوې. دا په داسې حال کې ده چې اوکراین په کریمیا کې ترسره کیدونکې ټاکنې غیر قانوني بللي دي.

په دغو ټاکنو کې ۷۵ میلیونه کسانو ځانونه د رايې ورکولو له پاره ثبت کړي وو. په دې ترتیب سره نو دا د پخواني شوروي اتحاد تر ړنگیدو وروسته په روسیې کې تر ټولو لویې ټاکنې دي. د روسیې د ټاکنو د کمیسیون مرستیال لیونید ایفلیوف، انترفاکس خبري آژانس ته ویلي دي چې دا په ۱۹۹۱ کال کې د پخواني شوروي اتحاد تر ړنگیدو وروسته په روسیې کې تر ټولو پراخه سیمه ییزې ټاکنې دي.

د لومړنیو رپوټونو له مخې په ټاکنو کې د رایو ورکوونکو د گډون کچه نه ډیره لوړه او نه هم ډیره کښته وه. اپوزیسیون بیا نیوکه کړې ده چې په سنت پیترسبورگ کې درغلۍ شوې دي.

په داسې حال کې چې د ټاکنو د څار خپلواکو گروپونو د درغلیو د ډیرو پیښو په اړه رپوټونه ورکړي دي خو په مسکو کې د ټاکنو کمیسیون بیا روښانه کړې ده چې یوازې په څو محدودو مواردو کې درغلۍ شوې دي.

په مسکو کې د هوا د خرابوالي له کبله د رايي ورکوونکو شمیر ډیر کم وو. د ټاکنو کمیسیون ماښام وختي د گډونوالو کچه ۱۸ سلنه وښوله. یوه کارپوه ویلي دي چې کیدای شي د کم گډون یو لامل په اوکراین کې روان کړکیچ وي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې د روسیې متحد گوند په مسکو کې تر نورو مخکښې دی. کارپوهان وایي چې د نړیوالو بندیزونو تر سیوري لاندې رايي ورکوونکو له پوتین څخه خپل ملاتړ ښوولی دی.

په داسې حال کې چې په اوسنې وضعیت کې د متحدې روسیې گوند بریا له پوتین څخه د بریا نښانه ده، اپوزیسیون وایي چې د یوه پیاوړي سيال پرته د ټاکنو پر لاره اچول په اصل کې یوه ملنډه ده.

چارواکو روښانه کړې ده چې په کریمیا کې ۴۵ سلنه د رایو ورکولو مستحقو کسانو په ټاکنو کې گډون کړی دی. د متحدې روسیې گوند په دغو ټاکنو کې ۷۰ سلنه رایې خپلې کړې دي. لومړنۍ پایلې ښيي چې په کریمیا کې هغه گوندونه مخکښي دي چې په واضح توگه د ولسمشر پوتین د پالیسیو ملاتړ کوي.