1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د روسیې هوايي ځواک يووار بيا پر حلب بمباري کړې

۱۳۹۵ مهر ۲۱, چهارشنبه

له څو اونیو نسبي کراریو وروسته، روسي جټ الوتکو پر حلب ښار باندې بیا درنه بمباري کړي چې له امله يې کابو ۲۵ انسانان وژل شوي دي. دغو هوايي بمباریو یووار بیا ګڼ شمیر نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/2R8sH
Syrien Aleppo Bergung Opfer Luftangriff
انځور: picture-alliance/AA/I. Ebu Leys

تر څو ورځو نسبي کرارۍ وروسته، په حلب کښې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو باندې د بریدونو په پایله کښې په لسونو انسانان وژل شوي دي. د جګړې د څار یو سازمان ادعا کوي چې حکومتي ځواکونه د یاغیانو له خوا نیول شوو سیمو ته د پرمختګ په حال کښې دي.

د سه شنبې په ورځ د سوريې د بشري حقونو د څار ډلې وویل چې روسۍ جټ الوتکو پر حلب ښار باندې بمبارۍ ته ادامه ورکړې چې له امله یې تر اوسه ۲۵ کسان وژل شوي دي. له سیمې څخه ځايي اوسیدونکو او د ژغورنې ډلې وايي چې د یاغیانو تر ولکې لاندې په حلب ښار او هغه ته په نژدې کليو کې د وژل شوو کسانو شمېر۵۰ کسانو ته رسيږي.

په سوريه کښې د بشري حقونو د څار ډلې مشر، رامي عبدالرحمن په دې هکله تیره اوونۍ وویل چې «تر هغه وروسته چې د سوریې حکوت اعلان وکړ چې هوايي بریدونه به کم شي، دا د روسیې تر ټولو درنه بمباري ده.»

مسکو او دمشق وايي د هوايي بریدونو کمی په اغیزمنو سیمو کښې ملکي کسانو ته د مرستو د رسولو له پاره وو. دغه بمباري په داسې حال کښې کیږي چې د یاغیانو تر ولکې لاندي سیمو کښې د بند پاتو کابو۲۵۰ زرو ملکي کسانو د راتلونکي په هکله نړیوال غبروګونونه هم ډیر شوي دي.

رحمن د آلمان خبري اژانس ته وویل: «په تیرو څو ورځو کښې هوايي بریدونه پر داسي سیمو شوي چې زیاتره د یاغیانو او د سوریې د حکومتي پوځیانو ترمنځ شخړې روانې وې.» هغه وايي چې د حلب ښار په داخل کښې بریدونه نه دي شوي.

د محشر ورځې مخکې د جګړې میدان

د څارونکو ډلو په حواله، د سوريې حکومتي ځواکونه په حلب کښې د یاغیانو تر ولکې لاندې د سیمو پر لور کوڅه په کوڅه د پرمختګ په حال کښې دي.

لندن میشته د سوریې د بشري حقونو د څار ډله همدا راز رپوټ ورکوي چې یاغیانو د دیره ښار په غربي سیمه کښې پر یو ښوونځي هم بمباري کړې ده چې لږ تر لږه پنځه ماشومان پکښې وژل شوي دي. خو یاغیانو پر ښوونځي برید رد کړی دی.

د ترکیې پولې ته څیرمه، د ترکیې له خوا ملاتړ کیدونکي ملیشې د داعش ترولکې لاندې کلي دابق ته چې ياغيانو ته سمبولیک ارزښت لري، د پرمختګ په حال کښې دي. د داعش یو مذهبي مشر ویلي دي چې د دابق سیمه د محشر له ورځې مخکې د عیسويانو او د مسلمانانو ترمنځ د جګړې میدان دی.

ستړې جګړه

پر حلب ښار باندي تازه بریدونه به د روسیې او د غربي قوتونو ترمنځ اړیکې لا هم پسې خرابې کړي. تیره اونۍ د امریکا متحدو ایالاتو له روسیې سره له دې امله د همکاریو د پای ته رسولو اعلان وکړ، چې روسیې ونشوای کولای بشاراسد قانع کړي.

د یکشنبې په ورځ، د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، وویل چې په حلب کښې شخړې یو جنګي جرم دی او له دې څرګندونو او د فرانسې او روسیې ترمنځ د اړیکو ترینګلیتا د دې لامل شوه چې ولادمیر پوتین د سه شنبې په ورځ فرانسې ته خپل سفر لغو کړي.

نور مطالب