1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې په پارلماني ټاکنو کې د ولادمیر پوتین ګوند مخکښ دی

۱۳۹۵ شهریور ۲۸, یکشنبه

که څه هم د یکشنبې په ورځ د روسیې د پارلماني ټاکنو په هکله د درغلیو راپورونه ورکول کیږي، خو داسې ښکاري چې د روسیي متحد ګوند تر ټولو مخکې دي.

https://p.dw.com/p/1K4W9
Russland Parlamentswahlen Stimmabgabe Putin
انځور: picture-alliance/AP Photo/G. Dukor

د یکشنبې په ورځ د روسیې د پارلماني ټاکنو په لړ کې د درغلۍ راپورونه مخ په ډیریدو دی. د روسیې د پارلمان د ولسي جرګې یا دوما د ۴۵۰ څوکیو لپاره د استازو له ټاکنې داسې تمه نه کیږي چې د قدرت پر تقسیم دې اغیز وکړي. تراوسه واک په بشپړه توګه د کریملن متحده روسیې ګوند په لاس کې دی. په ۲۰۱۱ کال په ټولټاکنو کې د ترسره شوو درغلیو وروسته ستر لاریونونه شوي وو.

د انترفکس خبري آژانس د ولسمشرۍ شورا لخوا د بشري حقونو د څار همغږي کوونکی الیا شبلنسکي، په حواله وايلي دي: «په ټاکنو کې له بیلابیلو سیمو څخه د درغلۍ راپورونه راځي.»

د ممکنه درغلیو په ډله کېپه لوړ شمیر د سرتیرو له خوا رایه ورکونه هم شامله ده چې په دې پیښو کې دوی نه ثبتیدل او خپلې رایې یې د دې پرځای چې پټې وکاروي په عام محضر کې په میزونو باندې کارولې.

د یکشنبې په ورځ د روسیې د ټاکنو د کمیسیون مشر وویل چې که چیرته په سربیا کې د درغلیو د راپورونو پخلی وشي نو دوی به ښايي په دې سیمه کې د ټاکنو پایلې ناسمې اعلان کړي.

د سربیا د التای له سیمې څخه د خپلواک یبلوکو ګوند یوه نوماند ویلي دي چې د هغو سپینږیرو کسانو پر ځای چې د رایې مرکزونو ته د راتګ توان نه درلود، تنکیو هلکانو رایې ورکولې.

له ټاکنو وړاندې د لیوادا مرکز تر نامه لاندې یوې ادارې ټولپوښتنې ترسره کړې وي چې په پایله کې د روسیې د پارلماني ټاکنو لپاره د روسیې متحد ګوند، کمونیست ګوند، د دیموکراتانو نشنلست ګوند به وکولای شي په ټوله روسیه کې رایې ترلاسه کړي ترڅو د پارلمان څوکیو ته ځانونه ورسوي.

له ټاکنو سره سم، په مسکو کې یو کس خبردارۍ ورکړ چې د رایې ورکونې مرکز به په بمونو والوزوي، خو د مسکو ښاروال وروسته له دې پیښې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې دغه کس نیول شوی دی او بمونه نه دي موندل شوي.

د ټاکنو تر پای ته رسیدو وروسته د روسیې متحد ګوند ترټولو ډیرې رایې ګټلي دي او داسې ښکاري چې د ولادمیر پوتین ګوند د اقتصادي ستونزو او بندیزونو ترڅنګ به د پارلمان زیاتره چوکۍ په خپل لاس کې ولري.

د ټاکنې پایلې همدا راز ښيي چې د روسیي متحد ګوند چې مشري يې لومړی وزیر دیمتري میدویدوف کوي او د پوتین ملاتړی دی له ټولو ۴۵۰ څوکیو څخه ۲۳۸ څوکۍ ګټلي دي.

اوس ډیر وخته ده چې وویل شي چې ایا پوتین به د ۲۰۱۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره هم ځان نوماند کړي او که نه. که چیرته هغه ځان نوماند کړي او ټاکنې وګټي نو دا په دې معنی ده چې هغه د ۲۰۲۴م کال پورې د ولسمشر په توګه په واک کې پاتي شي او په دې کار سره به هغه د روسیې تر ټولو اوږد مهاله ولسمشر وي.

له رایې ورکوونې وروسته، پوتین له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې هغه اوس پلان لري خپلو کارونو ته ورسیږي او کله چې ترې وپوښتل شول چې چاته مو رایه ورکړه هغه وویل: «ما داسې چاته رایه ورکړه چې تاسې یې نه پیژنئ.»

له ټولټاکنو داسې ښکاري چې د پوتین محبوبیت تر اوسه هم ډیر دی.