1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د روغتيا خصوصي سکتور بايد تقويه سي»

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ آبان ۱۵, چهارشنبه

د افغانستان په سلو کي ۶۰ سلنه وګړي د روغتیا د خصوصي سکتور له خدماتو څخه استفاده کوي. د عامي روغتيا وزارت وايي چي د روغتيا خصوصي سکتور په برخه کي د روغتیايي مرکزونو او روغتونو جوړولو ته به زمينې برابري کړي.

https://p.dw.com/p/1AD64
انځور: picture-alliance / Ton Koene

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت د پاليسي او پلان رييس داکټر شفيع سادات د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر۶) په کابل کي د ولايتونو د عامي روغتيا له رييسانو سره په غونډه کي وويل: «د دې له پاره چي موږ د خصوصي سکتور په برخه کي چي د افغان دولت رسمي اقتصادي پاليسي ده، د ولايتونو د عامي روغتيا رييسان خبرو کړو دغه غونډه مو جوړه کړې ده.»

د عامي روغتيا وزارت د شمېرو له مخي په کال کي ۱،۵ ميليارده ډالره د روغتيا په برخه کي مصرفيږي چي د دې تر۷۰ سلنه ډېر يې خلک تحويلوي.

د دغه وزارت چارواکوي وايي چي په سلو کي ۱۹ سلنه ناورغان له هيواد څخه دباندي انتقالیږي او په کال کي نزدې ۲۴۶ ميليونه ډالره له افغانستان څخه دباندي ايستل کيږي.

د عامي روغتيا وزارت استدلال دا دي چي د روغتيا د خصوصي سکتور په تقويه کولو سره د حکومت له اوږو څخه يو لوی بار ايسته کيږي او حکومت کولای سي چي د روغتيا مصرف د خدماتو په نورو برخو کي مصرف کړي.

سادات وويل: «د نړۍ په ډېرو هیوادونو کي دولتونه د مصارفو د پوره کولو توان نه لري او خپل ځانونه مکلف ګڼي چي خصوصي سکتور تقويه کړي او روغتيايی خدمات د خصوصي سکتور له لاري برابر سي.»

خو د افغانستان عادي وګړي بيا وايي چي د دولت دغه سياست د ډېرو اوسېدونکو په تاوان تماميږي، ځکه په خبره يې ډېر خلک په خصوصي روغتونونو کي د درملني د مصرفونو ورکولو توان نه لري.

د کابل يو اوسېدونکی وايي: «دولت چي هر ډول وي ښه دی. فيس نه اخلي مصرف يې لږ دی او تقريباً ټول خدمات يې وړيا دي.»

يو بل اوسېدونکي احسان الله وايي چي دولت وړيا خدمات وړاندي کوي خو خصوصي روغتونونه بيا ډېر پيسې اخلي: «د غريب ملت له پاره دولت ډېر ښه دی. هغه خلک چي پيسې نه لري نسي کولای چي خصوصي روغتونو ته ورسي. ځيني وختونه په خصوصي روغتون کي نزدې ۵۰ زره افغانۍ مصرفيږي. نو غرب خلک پنځوس زره لري.»

خو د عامي روغتيا وزارت بيا وايي چي د روغتيا خصوصي سکتور د روغتيا په برخه کي خلکو ته ښه خدمات وړاندي کوي.