1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې درې ستراتيژۍ

۱۳۹۵ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

په نړۍ کې د سرطان په ناروغۍ اخته کسانو شمیر زیاتیږي. کارپوهان وایي چې د دغو درې ټکو په پام کې نيولو سره شي کيدای سي د سرطان ناروغانو د مړینو شمیر کم شي. منتقدین بیا وایي چې دا موضوعګاني په بډایه هیوادونو پوري اړه لري.

https://p.dw.com/p/2X3fm
Brustkrebs-Screening Uniklinik Greifswald
انځور: picture-alliance/dpa/B. Wüstneck

هر کال په نړۍ کې ۸ میلیونه او ۸۰۰ زره کسان د سرطان ناروغۍ له کبله مري. د روغتیا نړیوال سازمان درې سپارښتني خپرې کړې او وایي چې له دې سره به د سرطان نارغۍ له کبله په مړينه کې کمښت راسي. دغه موضوعګانې عامه پوهاوی، د ناروغۍ پر وخت ګړندی تشخیص او د ناروغانو مالي ملاتړ دي.

د عامه پوهاوي په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان له هیوادونو څخه غوښتي دي چې د خلکو د پوهاوي له پاره پراخ کمپاینونه وکړي چې هغوی د سرطان ناروغۍ په ډولونو او علایمو خبر شي. کارپوهان وایي چې له دې سره به ناروغان په وخت ځانونه متخصصینو ته ورسوي. شمیرې ښيي چې د سرطان ناروغۍ پر وخت تشخیص، د هغې درملنه اسانه کوي.

پر دې سربیره ویل شوي دي چې د روغتیايي کادرونو روزنه به له هغوی سره د سرطان په تشخیص کې مرسته وکړي. له دې سره به د بیمې شرکتونو لګښتونه هم راکښته شي. شمیرې ښيي چې په ۲۰۱۰م کال کې تر۱۰۰ میلیارده یورو ډیري پیسې د سرطان ناروغیو په درملنه لګیدلي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان دریمه سپارښتنه له ناروغانو څخه د بیمې شرکتونو مالي ملاتړ دی. په دې برخه کې د درمل جوړولو شرکتونو څخه غوښتل شوي دي چې د سرطان ناروغۍ د درملو د بیې په تعیینولو کې عدالت او د دې سبب نه شي چې ناروغان د ګرانو درملو د رانیولو له کبله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي.

هر کال په نړۍ کې لږ تر لږه ۱۴ میلیون کسان په سرطان نارغۍ اخته کیږي. تمه کیږي چې دغه شمیر به تر۲۰۳۰ کاله پورې په کال کې ۲۱ میلیونه انسانانو ته ورسیږي. د روغتیا نړیوال سازمان په حواله په سرطان اخته دوه پر دریمه برخه کسان په کم او متوسط عاید لرونکو هیوادونو کې اوسیږي.