د رومانیې سرحدي ځواکونو د فیرونو په واسطه د مهاجرو مخه نیولې
۱۳۹۶ شهریور ۷, سهشنبهپه بوخاریست کې د رومانیې سرحدي پولیسو اعلان کړی دی چې سربیایې قاچاقبرانو په دوو موټرو کې د آسیایې- افریقایې مهاجرو یوه دولس کسیزه ډله د سربستان پولې په لس کیلومترۍ کې د حرکت په حال کې وو. زیاته شوې چې دغو موټرو د رومانیا او سربستان د سرحدي ښار په یوه سړک کې د پولیسو له خوا جوړ شوی مانع یا خنډ مات کړ.
په دغه پيښه کې یو سرحدي پولیس ټپي شوي او د پولیسو څو موټرو ته زیان اوښتی دی. پولیسو په لومړي سر کې هوایې ډزې وکړې او وروسته یې بیا د مهاجرو لیږدونکو موټرو ټایرونه وویشتل. په دې پيښه کې دوه تنه مهاجر هم ټپیان شوي دي.
د سرحدي پولیسو د اطلاعاتو په حواله که څه هم رومانیې ته د مهاجرو راتګ پنځه برابره زیات شوی دی، خو دغه شمیر بیا د نورو اروپایې هیوادونو په پرتله بیا ډیر لږ دی.
د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایې کې د رومانیې پولیسو ۲۴۷۴ هغه مهاجر نیولي دي چې غوښتل یې په غیرقانوني توګه د دغه هیواد له پولي څخه تیر شي. د دغو کسانو له ډلې څخه نیمایي یې هڅه کړي وه چې له بالکان هیوادونو څخه رمانیا ته ننوزي او پاتې نورو د دغه هیواد له لویدیځ سرحد څخه د هنګري پر لور د سفر جاري ساتلو اراده درلوده.
ډیرې دغه مهاجر د عراق، سوریې، افغانستان، پاکستان، ایران، ترکیې، هندوستان، کوزووو او بنګله دیش هیوادونو اتباع ول. سرحدي پولیسو د ۲۰۱۶ م کال په همدې زماني واټن کې یوازې ۵۰۵ تنه داسې مهاجر نیولي وو چې غوښتل یې په غیرقانوني توګه د دغه هیواد له سرحدي پولې ور واوړي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه انځویز رپوټ: