1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روژې او اختر د مياشتي رڼا او سيوری

۱۳۸۸ شهریور ۲۹, یکشنبه

دمسلمانانو دپاره داختر شپه ، دعيسويانو دپاره لکه دکرسمس داختر دشپې په شان يوه دخوشالۍ ورځ ده. په تيره بيا دماشومانو دپاره چي نوي کالی کوي، سوغاتونه او شيرني اخلي...

https://p.dw.com/p/Jkwl
د اختر په شپه د پيښور د يو بازار انځور
د اختر په شپه د پيښور د يو بازار انځورانځور: AP

اوبيا داختر په سهار لويان او ځوانان داختر لمانځه ته ځي او کله چي بيرته کورته راشي نو دخپلۍ کورني سره اختر مبارکی کوی او بيا دخپلو خپلوانواو ګاونډيو کره داختر مبارکي دپار ه ورځی خوشالي او ميلۍ کوی . خو دا به يواځي دهغه کورنيوداختر دورځي انځوروی چي په اصطلا په ژوند کي يو څه لري نه دهغه کسانو دپاره چي دژوند په بهير کي پاتي راغلي او دی ته اړ دی چي دنورو دپاره کار او مزدوري ته غاړه کيږدی .

دمراکش دپلازمیني رباطه څخه زمونږ خبر يال Alexander Göbel ديوۍ کوچني انجلی دژوند په کيسی سره په دغه هیواد کي دهغه خوارو نجونو داختر انځور ښه يي چي دکلیو څخه ښارونو ته دمزدوري دپاره راځی اوپه ډیرو کمو پيسو سره دمراکش په پلازمينه رباط کي دشته منو کورنيودپاره بايد کار وکړی په تيره بيا دروژي په مياشت کي دوي له سهاره تر بيګاه پوري خوني پاکي کړی ، پخلي وکړي ، کالي او لوښی پرمنځي او نور کارونه بايد هم تر سره کړی .

يوه اته يا نه کلنه نجلی واي چي ځما پلار دبيوزلی او لاستنګی له امله زه يی په ښار کی ديوی کورني سره په ډیرو کمو پيسو مزدوره کړم . دغه نجلی چي حوريه نومیږی او اوس نوی دبلوغ سن ته رسيدلی وايی، چي

زما کورني ډیری لانجي درلودی ، له همدی کبله زه بايد له کوره تللي وای او يو چیرته مي کار کړی وای . مونږ پيسي نه درلودی.

کله چي حوريه دخپل ماشوتوب په هکله فکر کوی نو سر يي ښکته وی او او ژړا ورځي . کله چي ما په يوه کور کی مزدوري کا و ، نو په ماباندی به سخت ظلمونه کيدل په میاشت کی به ځما دپاره ځما پلار ته 200 دیناره یا څه کمی پیسي ورکول کيده چی 20 يورو هم نه کيدلی . زه په دی هم نه ومه خبره چي په رښتیا سره دغه پيسي زما کورنی ورکول کیږی او که نه او بيا حوریه وايی چي

ما په ډیرو کورنیو کی مزدوري کړيده . کله کله به زه په پخلنځي کي ويده کيدمه . او زما خواړه هغه څه و چي دکورنی دغړيو څخه به پاتي و . حوريه وايی چي ما بايد ټول کارونه کړی واي پخلی ، جارو ، دلوښو او کالیو منځل ، او وکله کله به دکورني پلار ځما څخه نوري غوښتني هم لرل . خو نه غواړمه چي به دی هکله ډير څه ووایمه . په تيره بيا پر ما باندی کار دروژی په میاشت کی زشته زيات و . له سهار تر بيګا بوری به ما کار کاو ، نيمه شپه به پاڅيدم او پیشلمي به مي تيارو . يا په تيره بيا دليل التلاقدر په شپه به په اصطلا پرما باندی کار له حده زیات و. ټوله کورني به تمامه شپه تر پيشلمي پوری په ښارکی ګرځیدل خو زه بايد ټوله موده په کور کي واي . داچي دوی به بهر څه میلی او خوشالي کولي زه تري محرومه ومه.

دليل التلاقدر په شپه کورني ټول بهر ته وځی . دغه خبره په قزا بلاناکا کی دماشومانو دحقوقود مدافع سازمان غړي امنه لا ميلا کوی او همدغه سازمان وايی چي يواځي دقزابلاناکا په ښارکی تر 22000 پوري نجوني په کورنیو کی مزدوري کوي او له دوی څخه کورني تر آخرني حده پوري کار اخلي ددغه نجونو په ډله کی څه نه څه 14000 يی د 14 کالونه کم عمر لري . په ټول مراکش کي 70000 زره نجونی په کورونو کی مزدوران دی . دمراکش شتمنی کورني خپل دروژی او اختر ورځی به خوشالي او ميلو کي تيروی خود دغه ماشومونجونو ژوندته څوک پاملرنه نه کوی او نه پوهیږی چی په دوی باندی دماشومتوب ژوند څنګه تيریږي.

Göbel, Alexander/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل