1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فلسطیني نجلي پلار له میرکل څخه مننه وکړه

۱۳۹۴ تیر ۲۷, شنبه

د هغې فلسطیني نجلۍ پلار چې د آلمان له صدراعظمې انګلا میرکل، سره په یوې غونډه کې په ژړا شوه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې هغه د «آلمان او آلمانیانو» منندوی دی.

https://p.dw.com/p/1G0xc
انځور: picture-alliance/dpa/NDR

د دویچه ویله له عربي څانګې سره په مرکه کې د ریم سحویل پلار عاطف سحویل د میرکل د خبرو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د آلمان د مشرې په توګه باید د هغې موقف درک شي.

هغه په داسې حال کې دغه خبرې کوي چې میرکل له ریم سحویل سره په یوې غونډه کې وویل چې «سیاست کله سخت وي». کله چې ریم واوریده چې هغه او کورنۍ به یې له آلمان څخه وایستل شي نو دغه فلسطیني نجلي په ژړا شوه. تر دې وروسته میرکل د هغې څنګ ته راغله او د هغې د آرامه ولو هڅه یې وکړه. د دغې پیښې ویدیو ډیر ژر په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه او بیلابیل غبرګونونه یې راوپارول.

ریم او د هغې پلار
ریم او د هغې پلارانځور: privat

عاطف سحویل دویچه ویله ته ویلي دي: «زه د ریم د پوښتنې پر وړاندې د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل له غبرګون څخه خوښ یم. میرکل داسې یو کار وکړ چې د هیڅ یوه عربي هیواد مشر به یې و نه کړي. دلته په آلمان کې دا خبره عادي ده چې میرمن میرکل د صدراعظمې په توګه خلکو ته روښانه خبرې وکړي.»

هغه زیاته کړه چې میرکل د صدراعظمې په توګه مسوولیت لري ترڅو د خپل هیواد قوانین وساتي. عاطف وویل: «دا زموږ له پاره یو خوب وو چې زما لور د آلمان صدراعظمه وویني. هغه په ټوله نړۍ کې تر ټولو بانفوذه ښځه ده. زه له دې هم ډیر خوښ یم چې ریم ته اجازه ورکړل شوه چې د کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وکړي.»

دغه څرکندونې تر هغه وروسته کیږي چې میرکل د چهارشنبې په ورځ د آلمان په روستوک ښار کې له ۲۹ زده کوونکو سره خبرې وکړې چې په ډله کې یې ریم هم شامله وه.

په رسنیو کې بحث

د میرکل او د زده کوونکو دغه لیدنه د آلمان د NDR تلویزیون له خوا خپریده. ریم چې له خپلې کورنۍ سره له تیرو څلورو کلونو کې په آلمان کې ژوند کوي، میرکل ته وویل چې په آلمان کې یې راتلونکې روښانه نه ده ځکه کورنۍ یې په دغه هیواد کې موقته اقامه لري او لبنان ته استول کیدای شي.

میرکل د ریم د دغو خبرو په ځواب کې وویل چې «سیاست کله نا کله ډیر سخت وي» او دا چې آلمان نه شي کولای ټول فلسطینیان او یا هم له افریقا څخه راغلي کسان ومني. میرکل زیاته کړه چې د دغو کسانو له ډلې څخه یو یې شمیر باید بیرته ستانه شي. د دې خبرې له اوریدو سره ریم په ژړا شوه.

میرکل دغې فلسطیني نجلی ته نزدې راغله او د هغې د آرامه کولو هڅه یې وکړه.

دغه جریان په ټولنیزو رسنیو کې ‌ډیر ژر خپور شو او پر میرکل باندې یې نیوکې راوپارولې. عاطف ویلي دي چې تر پیښې وروسته له دې کبله چې رسنې د ریم مرکه غواړې له ستونزو سره مخامخ شوی دی. هغه زیاته کړه: «د کور مخې ته ډیر خبریالان ولاړ دي او ټول غواړي چې له ریم سره مرکه وکړي. ما نن هغه پټه ښوونځې ته ورسوله.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب