1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زابلۍ زده کوونکو پر وړاندي کلتوري خنډونه

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۲ اردیبهشت ۸, یکشنبه

د زابل د ښځو چارو رياست مسئولين وايي، چي لا تراوسه په دغه ولايت کي د ښځينه زده کوونکو په مخکي د ناامنۍ ترڅنګ کلتوري دودونه هم لوى خنډ دي. خو کارپوهان وايي چي اوس حالت بدلون موندلی دئ.(انځور ارشيف)

https://p.dw.com/p/18OXz
Schülerinnen, die mangels Schulgebäude in einem Zelt lernen müssen. Schulbeginn in Afghanistan Bild: DW/Hossein Sirat
Schulbeginn in Afghanistanانځور: DW/H. Sirat

د دوى په قول لا تراوسه د زابل د خلګو زړه نه غواړي، چې خپلي خوېندي يا لوڼي ښوونځيو ته د ليک او لوست زده کولو له پاره وليږي.

د دغه رياست مسئوله صديقه جلالي وايي يوازې په مرکز کلات کي د نجونو ليسه سته، خو په خبره يې هلته هم دومره ښځينه زده کوونکي نسته، لکه څرنگه چي په کار دي.

هغه وايي په دې اړه يې په مرکز کلات کي د عامه پوهاوي له پاره ورکشاپونه جوړ کړي دي، خو ښکاره ګټه يې نه ده کړې:
«په ولسواليو کي، خو دا ستونزه اوج ته رسيدلې ده، ليکن په مرکز کلات کي لاهم خلګ د خپلو لوڼو او خويندو تعليم ته زړه نه ښه کوي او د دود له مخي يې شرم بولي.»

جلالي اندېښنه ښيي، چي که دا حالت روان وي، نو هغه ورځ ليري نه ده، چي د زابل اوسيدونکي په ځانګړي ډول مېرمني به په هره څانګه کي له ډېرو ستونزو سره مخامخ سي.

هغه له قومي مشرانو، سپين ږېرو او ديني عالمانو څخه هيله کوي، چي په دې لار کي ورسره مرسته وکړي او زابليان وهڅوي، چي خپلي خويندي او لوڼي ښوونځيو ته وليږي.

د زابل د ولايتي شورا مشر عبدالرحمن هوتک بيا په دغه ولايت کي د ښځو د ښووني او روزني پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ ناامني ګڼي.

هوتک، د نجونو د تعليم په لار کې د زابليانو د کمزوري ليوالتيا خبره نه مني او وايي، که په امنيتي لحاظ موقع مساعده سي، نو هيڅکله به په ټولنه کي پراته کلتوري دودونه د نجونو د زده کړو په مخ کي خنډ نه سي:

«همدااوس په مرکز کلات او نژدې ولسواليو کي نجوني د ښوونځی او ديني زده کړو تر څنګ د کمپيوټر او انګليسي ژبي د زده کړي مرکزونو ته ځي. زابليان غواړي، چي د زامنو ترڅنګ يې لوڼي هم د پوهي په ګېڼه سمبال سي.»

د زابل د پوهني رئيس رحيم الله لودين هم وايي چي څو کلونه دمخه يو شمير کلتوري دودونه د دوى په لار کې خنډ ول، ليکن په دې څو کلنو کي يې د خلګو له پاره په مرکز او ولسواليو کي د ديني عالمانو په همکارۍ د عامه پوهاوي بېلا بېل پروګرامونه جوړ کړي او خلګ يې په دې پوهولي دي، چي پوهه پر نارينه او ښځي دواړو فرض ده.

د لودين په خبره همدا د دوى د عامه پوهاوي او زياتو تبلغاتو پايله ده، چي اوسمهال په ټول زابل کي ٦٠٠٠ نجوني په مرکز او ولسواليو کي ښوونځيو ته ځي.

نوموړى هم وايي که زابل ولايت ته وکتل سي، اوس د ښځينه زده کوونکو دغه کچه لږ ده، بايد ډيري نجوني ښوونځيو ته تللاى:

«اوس په زابل ولايت کي تر ډېره خلګ پوه سوي دي، موږ سره همکاري کوي، زموږ خبرو ته غوږنيسي او خپلي لوڼي او خويندي د پوهي مرکزونو ته ليږي.»

د زابل ولايت د ښځو چارور رياست په داسي حال کي د ښځينه زده کوونکو پر وړانددې د يوشمير کلتوري خنډونو يادونه کوي ، چې تر اوسه هم د زابل له لسو ولسواليو څخه يوه بشپړه ولسوالي (خاک افغان) د وسله والو طالبانو په لاس کي ده او هلته هيڅ ښوونځی او نوري اسانتياوي نسته.