1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زابل ولايت دلومړی ښځينه ليسی پرانستنه

رزاق برق۱۳۸۴ آذر ۹, چهارشنبه

د زابل ولايت د معارف ریس محمد حنیف د المان ږغ راډیو پښتوخپرونی ته په یو ه مرکه کی وویل: »د ډیر وخت ورسته په زابل ولایت کی د بی بی خاله په نامه د نجونو یوه لیسه د پی ار ټی په مرسته د یولکهه پنځوس زره امرکايي ډالرو په لگښت جوړه شوه.«

https://p.dw.com/p/DMq5
انځور: AP
هغوی وویل دغه لیسه چه نولس کوټی لری داویش ښځینه استادانودرڅارنی لاندی نهه سوه شپیته نجونی په یو وخت زده کړه کوی. ده د یوی پو ښتنی په ځواب کی وویل چه دا وخت په ټول زابل کی د دیارلسو استادانو د څارنی لاندی اوه دیرش زره زده کونکی په یوسل اوه اتیاښونځیيو کی زدکړه کوی. ده زیاته کړه چه په ټول زابل کی دری زره نجونی هم زدکړه کوی.