1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زابل په پنځو ولسواليو کي کمپاينونه ناشوني دي

محمد ابراهيم سپېڅلی۱۳۹۲ اسفند ۱۳, سه‌شنبه

د زابل ولايتي شورا ته کاندېدان د دغه ولايت په ٥ پنځو ولسواليو کي د ناامنيو له امله کمپاين کولاى نه سي. خو د دغه ولايت امنيتي مسولان وايي چي په يادو سيمو کي د امنيت ساتلو ته چمتو دي.

https://p.dw.com/p/1BJKw
انځور: DW

په داسي حال کي چي د کب مياشتي پر ديارلسمه نېټه په افغانستان کي د ولايت شوراگانو رسمي کمپاينونه پيل سول د زابل ولايت، ولايتي شوراته کانديدان وايي چي دوى د دغه ولايت نيمايي ولسواليو ته د ناامنيو له امله ټاکنيز کمپاين غزولاى نسي.

د ياد ولايت د ولايتي شورا مسئول او کانديد عبدالرحمن هوتکي وايي چي اتغر، شملزي، خاک افغان، نوبهار او دايچوپان هغه پنځه ولسوالۍ دي چي ناامنۍ پکښې زياتي او د دوى تګ ورته ستونزمن دى.

د هغه په خبره خاک افغان هغه ولسوالي ده، چي اوس هم يومخ د وسله والو طالبانو په لاس کي ده: «د دغي ولسوالۍ خو لار لا تړلې ده. هلته نه ولسوال، نه پوسته او نه هم عسکر سته. دغه ولسوالي ټوله د مخالفانو په لاس کي ده.»

د نوموړي ولايت د ولايتي شورا اوسنۍ غړې او راتلونکو ټاکنو ته کانديده فوزيه يونسي کاکړ هم د خپلو راتلونکو ټاکنيزو کمپاينونو پر وړاندي ناامني لوى خنډ ګڼي.

دا وايي، ان په مرکز کلات کي لا څو ځله تر وسله وال بريد لاندي راغلې او د کورنۍ غړي يې وژل سوي دي.

د کاکړي په خبره، که د امنيت له اړخه ډاډه سي، نو غواړي، چي ليري پرتو ولسواليو ته هم د کمپياين له پاره ولاړه سي.

کاندېدان وايي چي خپله اندېښنه يې له امنيتي مسئولانو سره شريکه کړې ده، ليکن تراوسه هغوى توانېدلي نه دي، چي ولسواليو ته يې د ولايتي شورا راتلونکو ټاکنو ته د تګ زمينه چمتو کړي.

خو د زابل امنيتي چارواکي بيا وايي چي دوى د دغه ولايت په زياتو برخو کي د خلګو په مرسته د امن لمن غزولې او که مرکزي دولت ورته هدايت وکړي، نو چمتو دي چي خاک افغان ولسوالي لاهم د وسله والو له شتون څخه پاکه کړي.

د زابل د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي وايي چي د روانو ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو ټاکنيزو کمپاينونو خوندي کولو ته چمتو دي: «موږ اوس هيڅ ډول مشکلات نه لرو. دغه اوس چي په زابل کي امنيت ټينگ دی، دا ټوله د زابليانو همکاري ده چي په دغه ولايت کي وضعي تغير کړی.»

زابل ولايت لس ولسوالۍ لري او د ټاکنو د سيمه ييز دفتر د مسئولانو په حواله نزدې ديرش زره کسانو د رايي ورکولو کارتونه اخيستي دي، چي په دې ډله کي څلور زره يې مېرمني دي.