1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زارلند په ایالتي ټاکنو کې د میرکل گوند بریا

۱۳۹۶ فروردین ۷, دوشنبه

لومړني رسمي پایلې ښيي چې د صدراعظمې گوند سي دي یو، د زار لند په ایالتي ټاکنو کې له سوسیال دیموکرات گوند څخه په څرگند ډول مخکې دی. دغو ټاکنو ته په آلمان کې د فدرالي ټاکنو په درشل کې د یوه ازمایښت په سترگه هم کتل کیږي.

https://p.dw.com/p/2a0U9
Landtagswahl Saarland Annegret Kramp-Karrenbauer
انځور: picture alliance/dpa/P.Dietze

د آلمان د ۲۰۱۷م په اصطلاح برخلیک ټاکونکي انتخابات د یکشنبې په ورځ له زار لند ایالت څخه پیل شول چې د رای ورکولو مستحق ۸۰۰ زرو کسانو په کې خپلې رای وکارولې.

لومړنۍ رسمي پایلي ښيي چې د آلمان د صدراعظمې انگلا مېرکل، مسیحي دیموکرات گوند (سي دي یو) په دغو ټاکنو کې ۴۰،۷ سلنه رایې خپل کړي دي. په داسې حال کې چې د د ۲۰۱۲م کال په ټاکنو کې دغه سلنه ۳۵،۲ وه.

سوسیال دیموکرات گوند بیا ۲۹،۶ سلنه رای خپلې کړی دي، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۲م کال په ټاکنو کې یې ۳۰،۶ سلنه رای خپلې کړې وې. د سوسیال دیموکرات گوند مشر مارتین شولڅ، په ټاکنو کې د کمو رای ورکونکو په راجذبولو کې د پاتې راتلو په هکله ویلي دي: «د یوه گول خوړل، په دې معنا نه دی چې لوبه ختمه شوه.»

په دغو ایالتي ټاکنو کې د آلمان کیڼ اړخي گوند بیا ۱۲،۹ سلنه رای خپلي کړي دي او د آلمان له پاره بدیل نومې گوند (اې اف دی) بیا ۶،۲ سلنه رای گټلي دي. زرغون گوند بیا ۴،۵ سلنه رایې گټلي او پر دې نه دی توانیدلی چې په ایالتي پارلمان کې د څوکیو د تر لاسه کولو له پاره اړینې پنځه سلنه رای وگټي. په دې سره دغه گوند ایالتي پارلمان ته لار نه ده موندلې.

د مسیحي دیموکرات گوند عمومي منشی پېتر تاوبر، ویلي دي: «خلکو د ثبات او باورتیا په هکله پریکړه کړې ده.»

د لومړنیو پایلو له مخې سي دي یو په ایالتي پارلمان کې ۲۴ څوکۍ، اس پي دي ۱۷، کیڼ اړخي گوند اووه او اې اف دي بیا درې څوکۍ گټلي دي. پر دې سربیره اف دي پي گوند هم پارلمان ته لار نه ده موندلې.

د آلمان په دغه کوچني ایالت کې ټاکنو ته په می میاشتې کې د شلیزویگ هولشتاین او نارد راین ویستفالن او همداشان په سپتمبر میاشتې کې د فدرالي ټاکنو له پاره د خلکو د احساس په سترگه کتل کیږي. مسیحي دیموکرات گوند له ۱۸ کلونو راهیسې د آلمان په دغه سویل لویدیځ ایالت کې واکمني کوي.

په وروستیو میاشتو کې د سوسیال دیموکرات گوند په محبوبیت کې یو څه زیاتوالی راغلي وو او ویل کیدل چې د دغه محبوبیت راز په اصطلاح «شولڅ اغیز» ده چې د دغه گوند نوی مشر او صدراعظمې ته کاندید دی. خو دغه گوند په دې کې پاتې راغلی چې په زار لند کې دغه محبوبیت د خلکو د رایو په راخپلولو واړوي.

مسیحي دیموکرات او سوسیال دیموکرات گوندونه په زارلند ایالت کې د یوه «ستر ائتلاف» برخه دي، هماغه شان لکه څرنگه چې په ملي کچه دغه دواړه گوندونه د ائتلافي حکومت برخه جوړوي.