د زعفرانو ګټي او حاصلات ترياکو ته ماتې ورکړې
۱۳۸۹ دی ۲۱, سهشنبهوروسته تر هغه چي د AIRP موسسې لخوا د هرات ولايت بزگرانو ته د زعفرانو تخمونه ورکړل سول او حاصلات يې هم تر ډيره ځای تر کوکنارو ښه ول اوس د گندهار ولايت بزگرو هم دې ته زړه ښه کړی.
ددغي موسسې لخوا د کندهار د دامان ولسوالۍ ۸ تنه بزگر داسي روزل سوي چي هغوی و کولای سي په سيمه کي نور بزگر په خپله و روزي.
د دامان ولسوالۍ د ولسوال سراج احمد په خبره دغي موسسې دغو بزگرو ته څلور ټنه د زغفرانو تخم ورکړی چي په خپلو مځکو کښي يې و کري.
اوس د هغه ولسوالۍ ولسوال وايي چي ددغه کښت څخه د حاصلاتو په ترلاسه کولو سره بزگر ډير خوشحاله دي او په هغه ولسوالۍ کي د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلی دی.
د هغه ولسوالۍ بزگر اوس د دولت څخه غواړي چي د زعفرانو دپاره يې نړيوال بازارونه پيدا کړي. او ددغه کښت د پر مخ وړلو دپاره د ابيارۍ سيسټمونه جوړ کړي.
د يادوني وړده چي نړيوالي ټولني پردې سربيره چي د کوکنارو د له مينځه وړلو په موخه هرکال مليونونه ډالر په مصرف رسوي افغان حکومت هم د کوکنارو د له مينځه وړلو په کمپاينونو کښي خپل لس هاوه عسکر له لاسه ورکوي.
د کارپوهانو په خبره د حکومت او ګڼ شميرخلګو ترمينځ د فاصلو د ايجاديدلو يو عامل همدا د کوکنارو د کښتونو ماتول دي چي په دېکښت سره به هغه ستونزه هم حل سي.
حکمت الله اسلمي/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل