1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زعفرانو گټه د بهرنيو دلالانو جېبو ته لويږي

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ بهمن ۲, دوشنبه

زعفرانو ته په افغانستان کي د کوکنارو د بديل په سترگه کتل کيږي او ويل کيږي، چي پرمختگونه هم پکښي سوي دي. خو بزگر وايي چي د پرمختگونو سره سره په دغه لاره کي ډيري ستونزي پر ځای پاته دي.

https://p.dw.com/p/17O9F
انځور: DW

زعفران د پالني له اړخه تر کوکنارو گران پالل کیږي، لیکن د حاصلاتو گټه یې تر ترياکو لږ نه ده.

د زعفرانو کروندې تر اوسه پوري یوازي په هرات، بادغیس، ننگرهار،لغمان او کندهار ولایتونو ته پراخي شوي دي او په دې ورستیو کې په غزني کې هم یو شمیر بزگرو يې کرلو ته مخه کړې ده.

خو د زعفرانو کرونده گر وایي چې د دوی د حاصلاتو ډیره گټه د هغو دلالانو جیبو ته لويږي چې زعفران بهر ته لیږدوي.

ویل کیږي چې د یوه کیلو زعفرانو بیه په پټي کې له۵۰۰ څخه تر۶۰۰ ډالرو پوري رسیږي خو دلالان چي يې نړيوالو بازارونو ته ورسوي بیا تر څلورو زرو امریکايي ډالرو پوري پلورل کیږي.

زعفران
زعفرانانځور: Isna

د زعفرانو یوه کرونده گر محمد نسیم په کابل کي دويچه ويله ته وويل، چې که چیري دوی وکړای شي چي له بهرنیو مارکیټونو سره مخامخ اړیکي پیدا کړي بیا به نو له دغه اړخه ډیره گټه د افغانانو جېبو ته ولویږي نه د بهرنیو دلالانو:

«موږ تر اوسه نه یو توانیدلي چې له بهرنیو شرکتو سره معامله وکړو، هغه دلالان چې زموږ او نړیوالو بازارانو تر منځ کار کوي ډیره گټه هغوي اخلي.»

د زعفرانو کرونده گر حکومت تورنوي چې د بازار موندني په برخه کې یې د دوي محصولاتو ته ډیر کار نه دی کړی او که حالت همداسي دوام وکړي یو شمیر زعفران کرونکي به بیرته له دغه کار څخه لاس واخلي.

مرکزي حکومت هم دا مني چې په دغه برخه کې ستونزي شته، خو د اوارولو له پاره یي کرار نه دي ناست. د کرهني وزارت د ترویج مشر حکم خان په وینا چې دوی په راتلونکو کلونو کې د زعفرانو له پاره د بازار موندي په برخه کې ډیر پلانونه لري. د هغه په خبره چې په دې برخه کې یو شمیر نړیوال سازمانونه هم ورسره همغږي دي:

«په راتلونکو پروگرامونو کې به ډیره برخه بازار موندني ته بېله شي، چي خپل تولید نړیوالو بازارنوته عرضه کړو او د خپلو زعفران کرونکو کرونده گرو اونړیوالو بازارنو ترمنځ یوه مستقیمه اړیکه ټینگه کړو چې له اوسنیو دلالانو څخه خلاص او ډیره گټه کروندگروته ورسوو.»

ویل کیږي چې اوس مهال زعفران د کوکنارو د بديل له پاره تر ټولو مهم او قیمتي شمیرل کیږي او که چیري حکومت وکړای شي د کوکنارو د کرکیلي د ترویج ترڅنگ په نړیوالو بازارانو کې ورته ښه مارکیټ پيدا کړي نو په راتلونکو کلونو کې به افغانستان د زعفرانو د تولید په برخه کې په یوه عمده هیواد بدل شي.