1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زمبابوې هيواد د نړيدو په حال کي دی

۱۳۸۷ آذر ۵, سه‌شنبه

دنيلسن مانديلا له خواد مشرانوټاکل سوي شورا د زمبابوي د هیواد د نړېدو خبرداری ورکړی دی

https://p.dw.com/p/G1rg
د ملګرو ملتونو پخوانی مشر کوفي انان
د ملګرو ملتونو پخوانی مشر کوفي انانانځور: AP

له مخالف اړخ، مدني سازمانونو، د ملګرو ملتو له ادارو او نړيوالو سازمانو سره له خبرو اترو څخه وروسته، د امریکا د متحده ايالاتو پخوانی جمهور رییس، جیمي کارتر، د ملګرو ملتو د سازمان پخوانی عمومی منشي، کوفي انان او د نيلسن مانديلا مېرمن، ګراکا مشل، وويل چي وضعیت د هغه څخه چي ګمان يې کيدی، لا نوره هم بد ورګی دی.

جيمي کارتر، د دې وضعيت ټکان ورکونکو جزيياتو ته اشاره وکړه:« ښوونکي د مياشتي يوازي يو ډالر معاش لري،په سلو کي يوازي شل ماشومان ښونځۍ ته ځي، تير کال د هغوی شمېر په سلو کي 85 ؤ. او هغه څوک چي ښونځۍ ته هم ځي ښايي له کوم ښوونکي سره مخامخ نه سي، ځکه هغوی ښونځۍ ته د لاري مصرف نه لري،ټول دولتي پوهنتونونه تړل سوي دي.»

همداراز د لومړنيو ښونځيونظام ړنګ سوی دی. د زمبابوې څلور ستر کلينيکونه تړل سوي دي، د هغو په جمله کي څلور يې په پلازمېنه هرارې کي دي، په دې منځ کي د کولرا يا اسهال د ناروغۍ 6300 پيښي ثبت سوي چي څه د پاسه درې سوه کسان يې، تر اوسه مړه کړي دي. له ټولو څخه سخت ناورين د لوږي کړکېچ دی: د هغوکسانو چي له لوږي سره مخامخ دي او لومړنيو خوراکي توکو ته اړتيا لري، شمېر يې د څو مياشتو په دننه کي له 2,4 مليونو څخه 4,6 مليونو ته لوړ سوی دی، په جنورۍ کي به د هغوی شمېر 5,1 مليونو ته ورسیږي، چي د زمبابوې د نفوس نيمايي کیږي. د دې لپاره چي د لوږي او قحطۍ مخ ونیول سي، همدا سږکال 140 مليونو او کال ته 550 مليونو ډالرو ته اړتیا ده.

د امريکا پخوانی ولسمشر جيمي کارتر
د امريکا پخوانی ولسمشر جيمي کارترانځور: AP

بياهم پخوانی جمهور رييس کارتر:«دا ټول د دې ویندويي کوي چي کړکېچ ډير بدورګی دی،له هغه څه څخه چي موږ يې تصور کاوه، داسي ښکاري چي دلته په زمبابوې کي اصلي ستونزه د يو فعال او کار ورکونکي حکومت نشتوالی دی.»

جیمي کارتر، کوفي انان او د بشري حقوقو مبارزه، ګراکا مشل، د جنوبي افريقا د پراختيا ټولني، SADC باندي تور ولګاوه چي په زمبابوې کي د کړکېچ پرخلاف ډير زيات څه نه دي کړي. داسي ښکاري چي هغه هيڅ نه پوهيږي چي په زمبابوې کي وضعيت څومره ناخوال دی.

هغوی همداراز د هغه هيواد پر جمهور رییس رابرت موګابي، باندي سخت انتقاد وکړ، چي نه يوازي دغو درو شخصيتو ته يې زمبابوې ته د سفر کولو اجازه ور نه کړه، بلکي د خپل هيواد کړکېچ يې هم له پام څخه غورځولی دی. هغوی درې واړه موګابي او د هغه پر مخالف اړخ باندي ږغ کړی چي د خبرو اترو مېز ته کښېني او په ګده و ستونزي ته د حل لاره پیدا کړي.