1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زندانيانو د شکنجه کولو تنده

حسن »بری«۱۳۸۴ آبان ۲۴, سه‌شنبه

د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې »هيومن رايټس واچ« په يوې اعلاميې کی راغلی: »د امريکا د متحده ايالتونو حکومت، په ټوله نړۍ کی يوازنی حکومت دی چی غواړی د پوښتيدلوياتحقيق په ترڅ کی، د زندانيانووهلو ټکولواوله هغوۍ سره ناوړه چلندکولوته، د قانون له مخې اجازه ورکړی.«

https://p.dw.com/p/DMry
انځور: AP

د جورج ډبليو »بوش« حکومت، لږموده مخکی، د امريکا د متحده ايالتونو د کانگرس له څوتنوغړوسره خبرې وکړې، ترڅوپه دې توگه »سی آی ای« ته د يوې ځانگړې اجازې د اخيستلو هدف ته ورسيږی، د کومې له مخې چی بايد »سی آی ای« ته اجازه ورکړه شی چی د امريکا د متحده ايالتونوپه بهرنيوزندانونو کی، له زندانيانوسره په »بې رحمه، غيرانسانی او سپکونکی ډول« چلند وکړی.


E-Mail: M.H.BARAY@web.de