1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د زندانیانو آزادول زموږ اړیکو ته تاوان رسوي»

مسعود جهش۱۳۹۲ دی ۱۲, پنجشنبه

د امریکا د سنا درو تنو غړو د پنجشنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر پر مهال وویل چې د هغو ۸۸ تنو زندانیانو آزادول چې د امریکايي ځواکونو په وژلو کې په لاس لرلو تورن دي د امریکا او افغانستان اړیکو ته تاوان ورسوي.

https://p.dw.com/p/1AkUY
انځور: DW

د امریکا د سنا درو تنو سناتورانو جان مک کین، لیندسي ګراهام او جان راسو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشر کرزي سره د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون په اړه خبرې اترې وکړې. مک کین وویل چې په دې سفر کې یې همداراز په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو له قوماندان او د افغانستان د ولسمشري په راتلونکو ټاکنو کې له دوو نوماندانو سره هم لیدلي دي.

«د بندیانو آزادول اړیکو ته تاوان رسوي»

دغو سناتورانو وویل چې د طالبانو خطرناکه بندیان باید د افغانستان په محکمو کې په قانوني توګه محاکمه شي. امریکایي سناتورانو پر دې خبرې باندې ټینګار وکړ چې یوه کمیټه نه شي کولای د زندانیانو برخه لیک وټاکي.

امریکايي سناتور لیندسي ګراهام په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو په سفارت کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «ولسمشر کرزي ته زموږ اندیښنې ورسول شوې. هغه ته دا خبره هم شوې ده چې یو شمیر افغان چارواکي هم په دې اړه اندیښنه لري چې د بګرام د زندانیانو د دسیو د څیړنې له کمیسیون څخه ناوړه ګټه پورته کیږي. دغه کمیسیون هیڅ وخت هم یوه محکمه نه وه. دې کمیسیون باید په اصل کې یوازې سپارښتنې کړې وای.»
امریکایي سناتورانو همداراز ګواښ وګړ چې هغه ۸۸ تنه زندانیان چې کیدای شي آزاد شي د امریکايي ځواکونو په وژلو او ژوبلولو کې ښکیل ول.

سناتورانو ټینګار وکړ چې د بګرام زندان په اړه د امریکا او افغان حکومتونو تر منځ د یوه تړون له مخې باید دغه کسان د افغانستان په محکمو کې محاکمه شي او د کومې کمیټې او یا هم بل سازمان له خوا باید هغوی آزاد نه شي.

سناتور لندسي پر دې خبرې باندې ټینګار وګړ چې د ۸۸ تنو زندنیانو آزادول به د امریکا او افغانستان اړیکو ته تاوان ورسوي. هغه وویل: «زما له پاره دغه ۸۸ زندانیان زموږ په اړیکو کې یوه ټاکونکې مرحله رامنځته کوي. پوښتنه دا ده چې ایا افغانستان به د قانون د پلي کیدو تر سیورې لاندې پر مخ ولاړ شي او [که د دغو زندانیانو له آزادولو سره به] یو قدم شا ته کیږدي.»

سناتور ګراهام په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې د دغو ۸۸ تنو زندانیانو برخه لیک باید د افغانستان په محکمو کې روښانه شي. هغه وویل چې محکمې باید د زندانیانو د آزادولواو یا هم هغوی ته د سزا ورکولو په اړه پریکړې وکړي. هغه له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل چې د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو د څیړنې کمیټه منحله کړي.

د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو د څیړنې کمیټې تر دې مخکې ویلي وو چې په دې زندان کې یو شمیر کسان پرته له کوم لامل څخه ساتل کیږي.

د امنیتي ټړون پر لاسلیکولو باندې ټینګار

امریکايي سناتورانو پر دې خبرې باندې ټینګار وکړ چې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ باید امنیتي تړون ژر تر ژره لاسلیک شي.

امریکايي سناتور جان مک کین وویل: «دا ډیره مهمه ده چې موږ دغه تړون ژر لاسلیک کړو ځکه کانګریس باید د پېسو او همداراز د پوځي فعالیتونو د دوام په اړه پریکړې وکړي.» مک کین په خپلو خبرو کې د افغانستان وروستیو پرمختګتونو ته اشاره وکړه او روښانه یې کړه چې امریکا نه غواړي په افغانستان کې هم د عراق په څیر وضعیت رامنځ ته شي: «زه چې تیرو دیارلسو کلونو ته نظر کوم ډیر پرمختګ وینم. خو زه په دې خبره هم پوهیږي چې اوس حالت ډیر حساس دی ځکه موږ نه غواړو چې هغه څه تګرار شي چې په عراق کې وشول. موږ [امریکا متحده ایالاتو] په عراق کې جګړه وګټله خو سوله مو وبایلله ځکه موږ له دې هیواد څخه په بشپړه توګه ووتو.»

سناتور مکین په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې که افغانستان او امریکا متحده ایالات په خپل منځ کې امنیتي تړون لاسلیک نه کړي نو واشګنټن به له کابل سره خپلې مرستې راکمې کړي.

د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون له مخې به د ۹۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ تر منځ امریکايي سرتیري تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې حضور ولري. که څه هم د دغه تړون متن بشپړ شوی دی، خو ولسمشر کرزی د هغه له لاسلیکولو څخه ډډه کوي او وایي، تر هغه وخته پورې چې امریکا د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته و نه کړي او د افغانانو پر کورونو باندې خپل عملیات پای ته و نه رسوي، دا تړون به لاسلیک نه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب