1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د زورواکو د قضيو په څېړلو کي ناغېړي کيږي»

شمعه احمدزۍ/ جلال آباد۱۳۹۱ بهمن ۳۰, دوشنبه

د ننګرهار د ولایتي شورا يو شمېر غړي وايي، چې د دغه ولایت عدلي او قضايي اورګانونه د زوراکو په قضیو کې ناغېړي کوي او برعکس د غريبانو په ربړولو کي چټک دي.

https://p.dw.com/p/17fvR
Europäischer Gerichtshof weist Klagen von Bodenreformopfern zurück Der Hammer eines Richters liegt am Mittwoch (30.03.2005) in einem Gerichtssaal im Europäischen Gericht für Menschenrechte in Straßburg. Die Bundesrepublik muss Opfer der Bodenreform in Ostdeutschland nicht höher entschädigen. Das geht aus einem Urteil des Europäischen Gerichtshofs für Menschenrechte in Straßburg hervor, das am Mittwoch verkündet wurde. Foto: Ronald Wittek +++(c) dpa - Bildfunk+++
Symbolbild Hammer im Gerichtssaalانځور: picture-alliance/ dpa

د ولایتي شورا غړي مفتي معین شاه حقاني وايي، چې داسې کره معلومات په لاس لري چې د ننګرهار قاضیان او څارنوالان د یو شمیر زور واکو په قضیو کې پاته راغلي دي.

هغه په ورته وخت کې پر څارنوالانو او قاضیانو دا نیوکه هم کوي چې د غریبانو په ربړولو او محکومولو کې ډیر چټک دي.

د ننګرهار د استناف څارنوالۍ رئيس څارنمل عبدالقیوم خان له دويچه ويله سره په خبرو کې د دغو ادعاو د ردولو ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د ولایتي شورا یاد غړی که پر دوی باندي دعوه لري ثبوت دې وړاندې کړي:

«هرڅوک چې ادعا کوي هغه بايد يو ثبوت وړاندي کړي. دلته هيڅ داسي قضيه نشته چې په هغې کي دي ناغېړي شوې وي.»

خو کله چې د استناف څارنوالۍ له دغه چارواکي څخه د ولایتي شورا د یوه بل غړي د هغي قضيې په اړه چې د عدلي او قضايي ارګانونو د محکمې سپکاوی پکښې شوی وو او بیا يې محکمې څارنوالۍ ته د نیولو امر کړی و وپوښتل؟ هغه وويل:

«دغه خبره محکمې بيرته اخيستې ده. قاضي صاحب موږ ته د هغه د نيولو امر کړی وو بيا دوی بيرته خپله خبره واخيسته.»

شننونکی محمد انور سلطاني په دې باور دی چې په ټولنه کې شته ستونزي که له یوې خوا د حکومت ناغیړي ده نو له بلې خوا د هغه په خبره د نظارت کوونکو ډلو ده چې دلته د ولایتي شورا کم ظرفیتي او ناغیړي هم کیدای شي:

«ولايتي شورا خپله و نسوای کولای چې ځان خپلواک کړي. د ولايتي شورا بې کفايتي له يوې خوا روابط له بلي خوا، د زورواکو تاثيرات له بلي خوا نو دغه عوامل دي چې څارنوالي، محکمه يا نوري ادارې خپل کار په سمه توگه نشي ترسره کولای.»

هغه زياته کړه چي که د ولایتي شورا دا ګام چې په خبره يې د چارواکو د اصلاح له پاره پورته  کیږي ګټور وباله. سلطاني وویل اوس هم وخت تیر نه دی کچیرې يې  دغه څرګندونې د اصلاح له پاره وي د ستاینې وړدي.

د ننګرهار د ولایتي شورا دغه غړی پر قاضیانو او څارنوالانو باندي دا نیوکه پر داسې مهال کوي چې د دوي د وکالت په دوره کې د نوو بدلونونو سره هم یو کال موده پاته ده چې د شننونکو په باور دغه چاره يې د خپل بیا ځلي کاندیداتورۍ او خلکو کې د محبوبیت پيدا کولو په معنی هم کیدای شي.