1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زور پالونکو پر ضد د پاکستاني پوځ د عملیاتو ارزونه

عبدالباري حکيم / آژانسونه۱۳۹۳ شهریور ۸, شنبه

د متحده ایالاتو پوځي چارواکي وايي لا تر اوسه وختي ده چې سړی قضاوت وکړي چی آیا په شمالي وزیرستان کې د زورپالونکو پر ضد د پاکستان د پوځ عملیاتو کومه اغیزه کړې او که هغه یواځي نمایشی بڼه درلوده.

https://p.dw.com/p/1D3zt
انځور: picture-alliance/dpa

جنرال جوزف دانفورد چې د سه شنبه په ورځ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له قومانداني څخه استعفاء وکړه وویل چې په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په نتیجه کې پرته له شکه لږ تر لږه په موقتي توگه د زورپالونکو د بریدونو مخه نیوله شوې او د هغوی یو شمیر ښایي افغانستان ته له کډوالو سره تیښتیدلي وي.

په سیمه کې ستړي اوستومانه شوي امریکايی چارواکو له اوږدې مودې را په دې خوا پر پاکستان باندي فشار راوړي چې په شمالي وزیرستان کې د القاعدې ملگرې «حقاني» نومې شبکې په شمول د زورپالونکو پر ضد عمل وکړي. دغه شبکه له نوموړې سیمې څخه په استفادې سره د افغانستان په دننه کې د امریکايي او افغان ځواکونو پر ضد په بریدونو لاس پورې کوي.


د افغان طالبانو او القاعدې اډه


شمالي وزیرستان نه یواځې د پاکستاني اوافغان طالبانو او د القاعدې د غړو یوه اډه گڼلې کیږي، بلکه هلته هغه زورپالونکي ډلې هم میشتې دي چې د پاکستان د حکومت راپرځول غواړي. د پاکستان پوځ د روان مېلادي کال د جون په میاشت کې خپل پوځي عملیات پیل کړل، خو تل دا پوښتنه عنوان شوې ده چې آیا پوځ به رښتیا هم د حقاني شبکه د خپلو بریدونو هدف وگرځوي او که هغې ته به هم موقع برابره شي چی له زرهاو ولسي خلکو سره چې د لومړیو هوایی بریدونو له پیل سره د خپلو ټاتوبو خوشې کولو ته مجبوره شوي، له سیمي څخه کډه وکړي.

جنرال دانفورد وویل تر اوسه پورې « مونږ د سلهاو جنگیالو د راټولیدو شاهدان نه یو او نه هم د زورزیاتیو کچه دومره زیاته لوړه شوې چې ووایو گواکې دښمن له شمالي وزیرستان څخه راغلی او توانیدلی دی چې د افغانستان په دننه کې په عملیاتو لاس پورې کړي.»

USA General Joseph Dunford
انځور: Reuters

جنرال دانفورد او د متحده ایالاتو د ټولو ځواکونو لوی درستیز، جنرال مارتین دیمپسي وویل لا تراوسه وختي دی چې د پاکستان د پوځي عملیاتو د اغیزمنتوب په هکله قضاوت وشي. دیمپسي چې د تیر سه شنبه په ورځ (د اګست ۲۶مه) په کابل کې د امریکايی ځواکونو د قومنداني په مراسمو کې گډون وکړ، خبریالانو ته وویل: «زه فکر کوم چې لا تراوسه ډیر وخت دی سړی ووايي دغه عملیات نمایشي ول او که د هغه څه څخه چې انتظار یی کیده ډیر لږ اغیزمن ول.» نوموړي یادونه وکړه «هغه څه چې اهمیت لري، هغه دا دي: چې هغوی ټول درې پړاونه بشپړ کړای شي، هلته ټینگ شي او پایښت ولري.»


« په سيمه کي بايد حکومتولي بېرته اعاده سي»


جنرال دیمپسي وویل چې پاکستاني پوځ لا تر اوسه د عملیاتو د تصفیې په پړاو کې قرار لري، هغه باید اوس ثابته کړې چې تر خپل کنترول لاندي راوستلې سیمي ساتلی شي. دیمپسي زیاته کړه چي د پاکستان لپاره مهمه دا ده چې په سیمه کې حکومتوالی بیرته اعاده کړي او هغه په اسلام اباد کې مرکزي حکومت ته ځواب ورکونکې وي.

هغه وویل چې که چیرې پاکستان دا کار وکړي، نو بیا یاغیان دغې سیمی ته له بیرته تگ سره ستونزې لري: «زه فکر کوم چې مهمه خبره به دا وي چی له دغو عملیاتو څخه څه نتیجه لاس ته راځي.»

جنرال دانفورد چې د تیرې سه شنې په ورځ ېې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومانده جنرال کیمپبیل ته وسپارله، وویل دا لا تراوسه سمه روښانه نه ده چې دغه عملیات به پایښت لرونکې اغیزه ولري که نه. خو هغه وویل: «په لنډ مهال کې دښمن ته ېې خنډ پیدا کړی دی.» هغه زیاته کړه ، مهمه پوښتنه دا ده ، کله چې دغه عملیات پای ته ورسیږي، آيا دښمن به شمالی وزیرستان ته بیرته ستون شي که نه.

دا عملیات په داسی یو وخت کې په لاره اچول کیږي چې افغانستان او پاکستان د نوو حکومتونو په جوړولو لگیا دي. جنرال دیمپسي وویل چې دا کیدای شي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یوه لاره هواره کړي ترڅو د هغه څه په هکله یو بل سره نژدې همکاري وکړي چې « دهغوی د هیوادونو مشترکې گټې جوړوي» او هغه د گډو پولو په اوږدو کې د یاغیانو د کښته پورته کیدو مخنیوی دی.