1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سالنګ لویه لاره د دوو میاشتو له پاره تړل کیږي

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۲۳, یکشنبه

د فواید عامې وزارت وایي چې د سالنګ لویه لار تر راتلونکو دوو میاشتو پورې، په هره اوونۍ کې د دوو ورځو او درې شپو له پاره د ترافیکو پر مخ تړل کیږي. د نوموړي لارې د بندیدو لامل د سالنګ تونل ډمبر کیدل په ګوته شوي دي.

https://p.dw.com/p/197RS
انځور: picture-alliance/dpa/Subel Bhandari

هغه سړک چې د سالنګ له تونله تیریږي، په وروستیو کلونو کې خراب شوی دی او مسافرین په ساعتونو ساعتونو د دغو لارو په اوږدو کې انتظار ایستلو ته اړ کیږي.

د سالنګ تونل د افغانستان سویلي ولایتونه او پلازمینه کابل د نهو شمالي ولایتونو سره نښلوي او د دغه لارې د تړل کیدو په صورت کې، د نقلیه وسایطو د عبور له پاره بله بدیله لاره نشته.

د شکارې درې او پل دوشي لارې شمال ته د تګ بل یوازینې مسیر دی. خو د دغه لارې سړکونه په ځینو برخو کې کنډ او کپر دي او تیریدل پرې سخت کار دی.

د افغانستان د فواید عامې وزارت معین انجینر احمد شاه وحید، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جولای د میاشتې دیارلسمه) په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل: «پریکړه پر دې وشوه چې د سرطان د میاشتې د ۲۴مې نیټې څخه به د سالنګ لاره وتړل شي او په تونل کې به کار دوه ورځې او درې شپه ادامه ومومي.»

ښاغلي وحید زیاته کړه چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به د هرې اوونۍ د یکشنبې د شپې له ۱۲ بجو څخه د چهارشنبې د سهار تر شپږو بجو پورې د سالنګ لویه لار تړلي وي. په دې ترتیب سره نقلیه وسایط کولای شي چې د پنجشنبې، جمعې او شنبې په ورځو کې د سالنګ له تونل څخه تیر شي.

په پام کې ده چې د دغه لویې لارې شپږ کیلومتره فاصله چې په کې د سالنګ تونل هم شامل دی، د یوې اوونۍ په موده کې ډمبر کړای شي. د دغه وزارت مسوولین وایي هغه خلک چې عاجل مریضان ولري، کولای شي په دغه شپږ کیلومتره فاصله کې خپل مریضان د سړک جوړولو د شرکت د موټرو په واسطه انتقال کړي.

د سالنګ تونل د بیا رغاونې کارونه درې میاشتې تر مخه پيل شول، خو تر دې دمخه به وزارت یوازې د شپې له لوري پر دغه لاره کار کاوه. د دغه تونل د بیا رغاونې چارې د ایساف په مالي لګښت تر سره کیږي.

د فواید عامې وزارت د معین په وینا د سالنګ لویې لارې بشپړه رغاونه ډیر مصرف ته اړتیا لري چې په اوسني وخت کې وزارت د دغه کار د تر سره کولو توان نه لري.

ښاغلي وحید زیاته کړه چې د سالنګ د بشپړې لارې د بیا رغاولو امکان په هغه صورت کې شته چې بدیله لاره وجود ولري، ځکه چې په اوسني وخت کې د افغانستان د شمال او سویل تر منځ سالنګ د تګ راتګ یوازینۍ لار ده.

د سالنګ لویه لار د ښاغلي کرزي د حکومت په لومړیو ورځو کې ورغول شوه، خو ولې اوس دغه لار یو ځل بیا خرابه شوې ده. د فواید عامې وزارت وایي چې عمومې لارې باید د هر پنځو کلونو په تیریدو سره ترمیم شي، خو په وینا یې د دوی وزارت د دې کار له پاره کافي بودجه نه لري.