1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سان سوچي د نظربندۍ موده پای ته رسېدلې خو لا په بند کي پاته ده

۱۳۸۸ خرداد ۶, چهارشنبه

مخالفه مشره د اوږدې نظربندۍ له پای ته رسېدو څخه مخکې د ځينو دليلونو له مخه، د رنگون يوه نامتو جېل ته بوتلل شوه. پر دې دا تور پورې شوی چې د خپلې نظربندۍ له اصولو څخه يې سر غړولې دئ...

https://p.dw.com/p/HyDt
د برما مخالفه مشره اونګ سان سوچي
د برما مخالفه مشره اونګ سان سوچيانځور: AP

زېبيله گولته ليکي، دا خبر د آورېدو دئ، چې د برما جنرالانو د مخالفې مشرې آنگ سان سو چي اوږدکلنۍ نظربندي ليرې کړې. خو آيا چې دا د رنگون د واکمنو يو تکتيکي مانور دئ او که ناوخته غور کونه؟ ډېر څه پر غورکونه دلالت نه کوي، بلکه زياتره پر تکتيک باندې.

موضوع داسې وه چې، مخالفه مشره د خپلې اوږد مدته نظربندۍ له پای ته رسېدنې څخه مخکې د ځينو دليلونو له مخې، د رنگون يوه نامتو جېل ته بوتلل شوه. پر دې دا تور پورې شو چې د خپلې نظربندۍ له اصولو څخه يې سر غړولې دئ او يوه امريکايي مېلمه ته يې په خپل کور کې ځای ورکړی وو.

او له دې خاطره چې دې کار ته د جزايي عمل په سترگه وکتل شي، بايد سړی د جنرالانو منطق ومني. خو کوم څه چې په محکمه کې پېښ شوي، د حق او قانون له کلمې سره هېڅ اړوند نه لري. برما يو غير قانوني او عدالتي ملک دئ، له آنگ سان سو چې سره له کالونو راهيسې چال چلند غير عادلانه کار دئ.

هغه څه وشول، چې بايد شوي وای. د نوبل د صلحې د جايزې د وړونکې نوي بند نړيوالې نيوکې راپورته کړې. په همدې وخت کې جوړې شوې د اورپا او آسيا په سرمشريزه غونډه کې د برما پر جنرالانو باندې سخت ايرادونه نيول شوي.

که څه هم سړی نه پوهيږي، د دوی په خيالونو کې څه راگرزي: خو وروسته پښيماني، د موکراسي غوښتنه او يا د بشري حقونو مراعات کونه د هغوی په کړووړو کې کومه اغېزه نه لري. محاسبې کېدلی شوای بله بڼه درلودی.

د برما د خلکو د پاره د مۍ د مياشتې 27 ورځ يوه تاريخي ورځ ده. 19 کاله مخکې د مۍ د مياشتې په 27 ورځ په برما کې آنگ سان سوچي او د د موکراسۍ د پاره د نوموړې گوند ټاکنې وگټلې - دا وو د دموکراسۍ داسې يو برياليتوب، چې د نظامي جنرالانو واکمنۍ ته يې د پای ټکی اېښوه.

يواځې د کال د دې ورځې نه مخکې ماښام جنرالان د نظربندۍ د پای ته رسېدنې انتظار لري. خو دا کار بې معنی دئ، ځکه د نوبل د صلحې جايزه وړونکې به په بند کې پاتې کيږي. د دې پر ضد يوه بله دوسيه هم په جريان کې ده. وروسته له هغه چې نړيوالې نيوکې پای ته ورسيږي او دا ورځ تېره شي، نو بيا امکان لري، د عامو خلکو له نظره پټ د محکمې لخوا يوه غيرعادلانه پرېکړه وشي او د سان سوچي نظربندي اوږده او يا حتی د بند سزا ورته وټاکل شي.

د نظامي واکمنانو د منطق له مخې يوه د پوهېدلو وړ مفکوره. د دموکراسۍ او قانوني حکومت په لور هر گام د دوی موجوديت له خطر سره مخامخ کوي. دا خو لا پرېږده: په يوې دموکراته برما کې دا ډار هم شته، چې دوی به د خپلو ناوړه اعمالو له کبله عدالت ته کشکول کيږي. او يا دا چې په ملگري گاونډي پيکنگ کې به ورته سياسي پناه ورکول کيږي.

دا دواړه کارونه نه د دوی له غوښتنو سره سم دي او نه د دوی د ملاتړ چين. نو ځکه سړی بايد د رنگون د واکمنانو پر مانورو باندې ونه غوليږي. يواځې هغه وخت چې سان سو چي د آزاد انسان په توگه له محکمې څخه ووزي، په برما کې به بدلون راځي. خو له بده مرغه داسې نخښې نښانې نه شته چې دا کار به په نږدې راتلونکې کې ممکن وي.

Golte, Sybille/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل