1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سبا ورځی داقليم ساتلو د کنفرانس په مخکي خنډونه

۱۳۸۸ آذر ۱۵, یکشنبه

مخکښو ساينس پوهانو په خپلو خبرداري ورکونکو او پر له پسي غوښتنو کي پر سياست والو باندي ږغ کړی دی، چي دمځکي دډيري توديدو مخ ونيسي

https://p.dw.com/p/KrQs
په پاريس کښي د کوپنهاګن د کنفرانس پر ضدمظاهرې، چه د يوې سمي پريکړي غوښتنه کوي
په پاريس کښي د کوپنهاګن د کنفرانس پر ضدمظاهرې، چه د يوې سمي پريکړي غوښتنه کويانځور: AP

خو دا چي په کوپنهاګن کي د اقليم ساتلو لپاره د ملګرو ملتو نړيوال کنفرانس کي په دې برخه کي يو تړون لاس ته راسي، لا تراوسه پوري اوږد مزل په مخکي دی . هغه څه چي د يو داسي تړون په وړاندي خنډ پيدا کوي، د ځينو حکومتونو د ځان تيرولوپر دريځ سر بيره، د بشريت دوې اساسي ستونزي دي چي په يوه وخت کي بايد د حل لاره ورته پيدا کړي : «د اقليمي بدلون مخ نيوي او د بي وزلی سره مبارزه . »

د کوپنهاګن په کنفرانس کي سخت او مشکل بحث پر هغو ګازاتو دی چي هوايې ملوثه کړې او چټله کړې ده، او د تودوخي د زياتيدو سبب شوي دي . دغو ګازاتو ته ګلخانه يي ګازونه يا کاربن دای اکسايد وايي .

ساينس پوهان وايي چي له 2015 تر 2020ميلادي کال څخه وروسته بايد هوا ته ورو ورو د دغو ګازاتوپه پورته کولو کي کموالی راسي، تر څو د تودوخي درجه تر دوو پوري راټيټه شي . د دې خبري معنی داده چي صنعتي هيوادونه تر 2020 کال پوري د خپل کاربن دای اکسايد د ګاز دوړول په سلو کي 25 تر 40 پوري کم کړي ،او تر 2050 کال پوري په سلو کي اتيا کموالی رامنځ ته کړي.

د جرمني د چاپيريال ساتني وزير، نوربرت روتګن غوښتنه کړې چي تر 2050کال پوري هواته د کار بن دای اکسايد پورته کيدل حتی په سلوکي 90 بايد راکم شي . د ملګرو ملتو د اقليم ساتني د رپوټ يو مؤلف، فزيک پوه Niklas Höhneله دغه ډول يو دريځ څخه هرکلی کړی، په شرط د دې چي عملي بڼه غوره کړي ، دی وايی ،

«زما په نظر دا د هرکلي وړ خبره ده . هغه بايد د عمل په ډګر کي پلی شي . او د ټولو صنعتي هيوادونو له خوا، که چيري موږ غواړو چي تودوخي تر دوو درجو پوري راټيټه شي . او دا ډيره يو معقوله خبره ده . خو زه په دې کي يو ټکی وينم چي ښاغلي روتګن د چاپيريال ساتني د وزير په توګه، هدف د آلمان د حکومت د عمومي سياست په پرتله ډير لوړ ټاکل شويدی . »

په ډيرو ځايو کي مځکه په دغه ډول وچه سوې ده
په ډيرو ځايو کي مځکه په دغه ډول وچه سوې دهانځور: AP

په داسي حال کي چي د جرمني په شمول د اروپا اتحاديه غواړي د همدې اټکل له مخي خپل هدف ته ورسيږي ، نور صنعتي دولتونه ځان تيروي او د ځڼد له تاکتيک څخه کار اخلي . دمثال په ډول دامريکا متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما تر 2020 پوري يوازي په سلو کي 17کاربن ډای اکسايد دوړولو دکمولو اراده لري، دا هغه يوه کچه ده چي په 2005کال کي ټاکل شوې وه . حتی که چيري اوباما په راتلونکو کلونو کي ددغه ګازاتو د دوړولو د کموالو لپاره له زيات زيار سره هم موافقه وکړي، بياهم بسيا نه کوي چي نړيوال ټاکل شوي اقليمي هدفونه لاس ته راسي . نورو هيواودونو، لکه روسيې او جاپان چي لا مخکي د دغو ګازو دوړولو د کمولو سره موافقه کړې ده، بياهم د اروپا د اتحاديې کچي ته نه رسيږي.

د داسي ستونزو په پام کي نيولو سره د اقليم ساتني فعالين د نړۍ په ګوټ ګوت کي په مظاهرو او غونډو لاس پوري کړی، او د نړی له مشرانو څخه غواړي چي دکوپنهاګن په سر مشر يزه کي يوې موافقي ته ورسيږي.

په بريتانيا کي د شنبي په ورځ 50 زرو خلکو په مظاهرو لاس پوري کړ.

د بريتانيا صدراعظم، ګوردن براون د شنبې په ورځ وويل:

«مونږ به د کوپنهاګن په کنفرانس کي د يوې موافقي دلاس ته راوړلو لپاره هڅه وکړو،دا يوه ډيره لوړه غوښتنه ده، هغه غوښتنه چي څرنګه د اقليمي تغير د ستونزي لپاره د حل لاره پيدا کړو .»

د امريکا دمتحده ايالاتو د جمهور رييس بارک اوباما هغه اعلان چي غواړي د کوپنهاګن د سرمشرايزي په پای کي شخصا ګډون وکړي، په نړيواله سطح دمثبت غبرګون سره مخامخ شويدی . د جرمني دچاپيريال ساتني وزير ويلي دي چي د اوباما دا چمتووالی ددې نښانه ده چي هغه د اقليم ساتني د کنفرانس د برياليتوب غوښتونکی دی.

AFPD/ باري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري