1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ستراتیژیک تړون پر وړاندې خڼډونه پراته دي

۱۳۹۰ اسفند ۱, دوشنبه

د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي، وایي چې افغانستان به له امریکا سره تر هغې پورې د اوږد مهالو همکاریو ستراتیژیک تړون لاسلیک نه کړي چې شرطونه ئې نه وي منل شوي.

https://p.dw.com/p/145yK
انځور: AP

ایمل فیضي له المان غږ سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې که څه هم امریکا او افغانستان دواړه غواړي چې د شیکاگو له غونډې مخکي د افغانستان او امریکا تر منځ ستراتیژیک سند لاسلیک شي خو د هغه په خبره تر هغې پورې چې په دغه سند کې د افغانستان شرطونه په پام کې نه وي نیول شوي افغانستان به دغه سند لاسلیک نه کړي.

په وروستیو وختونو کې د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک سند په اړه پر مختگونه نه تر سترگو کیږي. کارپوهان وایي چې افغانستان او امریکا لا تر اوسه پورې په دغه برخه کې کومې موافقې ته نه دې رسیدلې او شرایط لا اوس هم د پخوا په څیر دي. د یکشنې په ورځ افغانستان ته د امریکا د سنا یو پلاوی ورسید چې د دغه تړون پر سر له افغان چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

افغانستان د شپې د عملیاتو درول او په افغانستان کې د بهرنیو زندانونو تړل د ستراتیژیک د لاسلیکولو د اصلی شرطونو په توگه مطرح کړي دي
افغانستان د شپې د عملیاتو درول او په افغانستان کې د بهرنیو زندانونو تړل د ستراتیژیک د لاسلیکولو د اصلی شرطونو په توگه مطرح کړي ديانځور: AP

کله چې له فیضي څخه وپوښتل شو چې ایا د دغه پلاوي له سفر سره د سند په لاسلیکدو کې کوم پرمختگونه شوي دي او که نه هغه د حاشيه يي معلوماتو په ورکولو سره دغې پوښتنې ته له مشخص ځواب ورکولو څخه ډډه وکړه.

فیضي وویل چې د افغانستان شرٍطونو تغییر نه دئ کړی. د هغه په خبره د شپې له خوا عملیات او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د زندانونو شتون د دغه هیواد له ملي حاکمیت سره په ټکر کي دي او تر هغو چې دغه موضوعگاني نه وي حل شوې دا تړون به لاسلیک نه شي:

«ځینې مسائل دي چې په برخه کې ئې باید معامله و نه شي. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د زندانونو درلودل او د شپې د عملیاتو تر سره کول د افغانستان له ملي حاکمیت سره په ټکر کې دي او تر هغې پورې چې دغه مسائل حل نه شي ستراتیژیک سند به هم لاسلیک نه شي.»

د تړون له مخې به امریکا متحده ایالات په افغانستان پوځي اډي ولري
د تړون له مخې به امریکا متحده ایالات په افغانستان پوځي اډي ولريانځور: AP

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د چارو کارپوه یونس فکور، وایي چې د ستراتیژیک سند د نه لاسلیکدو تر شا اصلي لاملونه د شپې له خوا عملیات او په افغانستان کې د بهرنیو زندانونو شتون نه دئ. هغه زیاتوي چې د دې موضوع تر «شاه لویې لوبې» روانې دي.

د یونس فکور په خبره ولسمشر کرزی غواړي چې د ستراتیژیک سند په لاسلیکولو کې د ځنډ په راوستلو سره له متحده ایالاتو څخه امتیازات تر لاسه کړي. فکور وایي:

«کرزی علاقمندي لري چې په قدرت کې پاته شي. دی د ستراتیژیک تړون له ځنډولو سره غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په واک کې پاته شي.»

د هغه په خبره کرزی له پیل څخه د بارک اوباما له اداري سره ښې اړیکې نه لري او له همدې کبله غواړي چې په امریکا کې د ټاکنو پر وخت ولسمشر اوباما ته د افغانستان د سیاست په برخه کې ستونزې رامنځ ته کړي. د فکور په نظر ښایي کرزی دې ته لیواله وي جمهوري غوښتونکي یو ځل بیا واک ته ورسیږي.

د اوباما اداره غواړي چې په شیکاگو کې د ناټو له راتلونکې غونډې مخکې دغه تړون لاسلیک شي.
د اوباما اداره غواړي چې په شیکاگو کې د ناټو له راتلونکې غونډې مخکې دغه تړون لاسلیک شي.انځور: AP

د افغانستان د ولسمشر ویاند د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک سند لاسلیکدل د دواړو هیوادونو په گټه بولي او وایي چې د افغانستان حکومت دنده لري چې د لویې جرگې له خوا د ټاکل شوو شرایطو په پام کې نیولو سره دغه سند ژر لاسلیک کړي.

د یکشنبې په ورځ د امریکا د کانگریس یوه پلاوي افغانستان ته سفر وکړ. د دغه پلاوي مشرۍ امریکايي بانفوذه سناتور جان مکن پر غاړه درلوده. د دغه پلاوي د سفر اصلي موضوع د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک سند لاسیکول وو. د امریکا متحده ایالات غواړي چې دغه سند په شیکاگو کې د ناټو له راتلونکې غونډې مخکې چې د مې په میاشتې که ده لاسلیک کړي.

مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم