1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سراییو بریدگر، اتل که ترهگر؟

نيمانیا رويويچ / سيد رياض۱۳۹۳ تیر ۷, شنبه

گاوریلو پرنسیپ، د اتریش او هنگري د ولي عهد او د هغه د میرمنه ووژله. دغه پېښه د لومړۍ نړیواله جگړې لمسونه وګرځېده. پوښتنه دا ده چې پرنسیپ یو هیواد پال وو که یو ترهگر؟

https://p.dw.com/p/1CRzU
انځور: picture-alliance/Heeresgeschichtliches Museum Wien

د بیلگراد د اورگاډو د عمومي تم ځای یا ریل سټیشن پر وړاندې د اقتصاد فاکولته موقعیت لري. د ورځې په اوږدو کې محصلین د ودانۍ مخې ته راټولیږي او په ټیټ غږ خبرې اترې تر غوږو کیږي. خو په دغه ځای کې د شپې له خوا هم بنډار کوم پای نه لري.

دصربستان د پلازمینې د دغه رنگارنگ ستیج تر شا د گاوریلو پرنسیپ، سړک پروت دی. دا سړک د هغه سړي په نوم نومول شوی دی چې د ۱۹۱۴م کال د جون میاشتې پر ۲۸مه نیټه یې په سرایو کې د اتریش او هنگري ولي عهد فرانڅ فېردینند او د هغه میرمنه ترور کړل. د بیلگراد ښار په منځ کې د پرنیسپ په نوم سړک هم شته، ځکه چې پرنسیپ ته په صربستان کې د ولس د اتل په توگه درناوی کیږي.

خو اوس داسې بریښي چې دغه ملي واقعیت له یوه خطر سره مخامخ دی. د صربستان ولسمشر تومیسلاف نیکولچ په نزدې ورځو کې ویلي وو: «موږ صربیان د لومړۍ نړۍ واله جگړې د عواملو په تړاو د حقيقي تاريخي پيښو د جعلسازي کېدو د هڅو سره مخامخ يو.»

د دغه پیښې د سلمې کلیزې په درشل کې نوي تاریخي کتابونه او د تیاتر پرچې تیارې شوي دي. او د دغه پیښې د علت په هکله زاړه بحثونه یو ځل بیا تاوده شوي چې آیا گاوریلو پرنیسپ اتل وو که کناهگار؟

اتل که قاتل؟

د پرنیسپ هدف دا ووو چې بوسنیان د اتریش د پاچا له واکمنۍ څخه آزاد کړي او یو یوگسلاويي هیواد رامنځ ته کړي. خو دغه هدف ته د رسیدو له پاره د پرنیسپ وسیله قتل وو. په دې هکله د کمیبرج له پوهنتون څخه تاریخ پوه کریستوفر کلارک، خپل نظر په دې ټکو کې رانغاړي: «هغه چې د یو له پاره ترویست دی نو د بل له پاره د آزادۍ مبارز. پرنسيپ او د هغه ملگرو نه غوښتل چې بې گناه کسان ووژني او په لویه کچه ویره او ډار خپور کړي. هغوی غوښتل چې د اتریش او هنگري د پاچاهۍ په ممتاز قشر کې د ویرې فضا رامنځ ته کړي، خو هغوی د ترهگر په نني مفهوم کې نه راتلل.»

نوموړي تاریخ پوه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې نن ورځ د ترهگرۍ اصطلاح پر ښځو، ماشومانو او یا هم پلورنځایونو باندې د بریدونو له پاره استعمالیږي.

پرنسيپ د بريد وروسته سمدلاسه ونيول شو
پرنسيپ د بريد وروسته سمدلاسه ونيول شوانځور: AP

صربیایي لیکوال ولادمیر کیڅمانویچ، په دې اړه هیڅ شک او تردید نه لري چې په سرایو کې فیرونه د آزادۍ له پاره وو. هغه وایي: «زما له پاره پرنسیپ په څرگند ډول یو اتل دی. زه څرنگه یو انسان په بل نوم ونوم، چې په دې ډول یې خپل ځان قربانی کړی وي؟»

د «بوسنيا د ځوانانو سازمان» چې پرنسيپ، د هغې غړی پاتی شوی دی، تل دا خبره کوي چې هغه یو ظالم وژلی دي. خو تاریخ پوه او د سویل ختیځي اروپا د چارو کارپوه هولم سونډ هاوسن، برعکس بیا پر دې باور دی چې ولیعهد فرانس فردینند نه کوم ظالم وو او نه د جگړې تږی، بلکې د هغه په آند «هغه اصلاح غوښتونکی پاچا وو.»

د لیکوال بیلجانا سربلجانویچ، دغه بحث ته چې پرنسيپ قاتل وو که اتل، په انتقادي سترگه گوري. د پرنسیپ په هکله د هغه تیاتر د اکتوبر په میاشت کې نندارې ته وړاندې شو. هغه له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل: «هغه تر ټولو لومړی یو انقلابي وو، چې د خپل اشغال شوي هیواد د آزادۍ له پاره یې مبارزه کوله. په دې شان په سرایو کې فیرونه انقلابي خو له بده مرغه له تاوتریخوالي ډک عمل وو.»

د دغه قتل وروسته، د اتریش او هنگري د وزیرانو شورای پریکړه وکړه چې صربستان ته غیر قابل قبول ضرب الاجل وټاکې او د نه قبلیدو په صورت کې پر پوځي اقداماتو لاس پورې کړي. له همدې پریکړې ۳۷ ورځې وروسته جگړه پیل شوه. د آلمان امپراتور ویلهیلم دویم، وین ته یو خالي چک وړاندې کړ. نوموړي د وين لخوا پر صربستان د پوځي يرغل په صورت کي د وين سره د پوځي ملاتړ ژمنه ورکړه.

یوازې څو ورځې وروسته، روسیه، فرانسه او بریتانیا هم په جگړه کې ښکیل شول. په سراييو کي د پرنسيپ لخوا د ترور عمل د لومړۍ نړیوالې جگړې د پېلېدو لپاره يوه پلمه بلل کيږي نه د جګړې يو اصلي لامل.