1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سرتيرو بشپړ وتل بشري ناورين رامنځته کوي»

نجيب الله زيارمل (Rtre)۱۳۹۱ دی ۲۱, پنجشنبه

د افغانستان د پارلمان يو شمېر استازي وايي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه په بشپړه توگه د امريکايي ځواکونو وتل به يو بشري ناورين رامنځته کړي او کورنۍ جگړه به پيل سي.

https://p.dw.com/p/17Gvl
انځور: picture-alliance/dpa


سپيني ماڼۍ په افغانستان کي د لوړپوړي پوځي قوماندان له توصيو سره سره چي وايي يو شمېر امریکايي ځواکونه بايد د افغان حکومت ملاتړ وکړي، ويلي دي چي له دغه هيواد څخه د «بشپړه وتلو» پر پلان باندي غور کوي.

دغه امکان او پر وړاندي ئې د افغانانو چټک غبرگون کيدای سي د جمعې په ورځ په واشنگټن کي د امريکا د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما او د هغه د افغان سيال حامد کرزي د بحث موضوع وگرځي.

په ولسي جرگي کي د کندهار د خلکو استازی نعیم لالی وايي: «که امريکا خپل ټول ځواکونه بې له کومه پلانه له افغانستان څخه وباسي، نو په دغه هيواد کي به د ۱۹۹۰ کلونو کورنۍ جگړه تکرار سي.»

لالي له رويترز خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي،«بشپړ وتل» طالبانو ته د بيا راگرځېدو لاره اواروي.

په ۱۹۸۹ کال کي، کله چي د وخت د شوروي اتحاد سرې لښکري تر اوږدې جگړې وروسته له افغانستان څخه ووتلې، په دغه هيواد کي له کمونيست پلوه حکومت سره مالي سرچينې وچي سوې، حکومت ړنگ سو او د جنگسالارانو اختلافات پيل سول، چي د طالبانو د راتگ سبب وگرځېدل.

امريکا اوس په افغانستان کي نزدې ۶۸۰۰۰ سرتيري لري، چي په پلان کي ده د ۲۰۱۴ کال د دسمبر د مياشتي تر ۳۱ نېټې پوري چي په افغانستان کی د ناټو د پوځي ماموريت د پای نېټه اعلان سوې ده دغه شمېر بېخي لږ کړي.

ناټو او متحدين ئې تلاښ کوي، چي نزدې ۳۵۰۰۰۰ افغان امنيتي ځواک وروزي، که څه هم، چي هغه پوښتنه چي دغه ځواک به وکولای سي په يوازي سر امنيتي ستونزو ته اوږه ورکړي پر ځای پاته ده.

د افغانستان د پارلمان يو بل استازي ميرويس ياسيني ويلي دي، چي که نړیوال ځواکونه مخکي تر دې چي افغان امنيتي ځواک سم نه وي روزل سوی او تجهيز سوی له دغه هيواد څخه ووځي يو ناورين به رامنځته سي.

د ولسي جرگې غړي شکريې بارکزۍ بيا په مجموع کي په ۲۰۱۴ کال کي له افغانستان څخه د ځواکونو ايستل د امريکا له پاره یوه «ماتې» بللې ده.

د طالبانو يوه وياند له رويترز خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي، چي دوی په دې اړه کومه تبصره نه کوي.

طالبانو د شنبې په ورځ خپله هغه غوښتنه يووار بیا تکرار کړه چي وايي، له افغانستان څخه دي ټول بهرني ځواکونه ووځي.

د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت د مشاور مرستيال بين رودڅ، د سه شنبې په ورځ وويل چي د ځواکونو بشپړ راوتل «يو امکان دئ» چي موږ ئې لرو. هغه روښانه کړه، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ځواکونو په اړه پريکړه کول مياشتي په برکي نيسي او په افغانستان کي بايد دوو موخو ته ورسیږي. لومړی په دغه هيواد کي امنيتي موخو ته رسېدل او دوهم افغانستان بيا د القاعدې په خوندي ځای نه بدلېدل.

په واشنگټن کي په شخصي کړيو کي ويل کيږي، چي سپينه ماڼۍ تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي له ۳۰۰۰ څخه تر۹۰۰۰ پوري ځواکونو د پرېښوولو په اړه فکر کوي.

دا تر هغه څه لږ دي چي په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الين ئې غوښتنه کړې وه. هغه له ۶۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ سرتيرو د پاته کېدو غوښتنه کړې وه.