1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سرحدي ولایتونو امنیت ته باید پاملرنه وشي»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ شهریور ۲۳, شنبه

افغان امنیتي ځواکونو ته د ټول هیواد په کچه د امنیت د ورسپارلو وروسته د ولسي جرګې یو شمیر استازي وایي چې د پولیسو د کمښت له امله، نا امنۍ ډیرې شوي دي. هغوی د شنبې د ورځې په غونډه کې په دې اړه خپلې انديښنې څرګندې کړې.

https://p.dw.com/p/19hXE
انځور: picture alliance / dpa

افغان امنیتي ځواکونو د روان کال د جوزا په میاشت کې د ټول هیواد په کچه د امنیت مسوولیت پر خپله غاړه واخیست او بهرني جنګي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي.

د افغانستان د ولسي جرګې استازو د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د سپتمبر د میاشتې څوارلسمه) د ولایتونو د وضعیت په اړه خپل رپوټ وړاندې کړ. د افغانستان د ختیځو ولایتونو استازو د نا امنۍ په برخه کې ډیر شکایت درلود.

په ولسي جرګه کې د نورستان ولایت استازي احمد الله موحد وویل: «د نورستان ولایت له هغو ولایتونو څخه دی، چې د هغې ټولې ادارې فلج او له سقوط سره مخامخ دي. څو کاله کیږي چې موږ په پارلمان کې په دې هکله خپل غږ پورته کړی دی، چې د نورستان امنیت خراب دی.»

د نورستان ولایت له پاکستان سره ګډه پوله لري او په وروستیو کلونو کې د دغه ولایت یو شمیر ولسوالۍ کله د حکومتي ځواکونو او کله هم د طالبانو تر کنترول لاندې پریوتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نورستان ولایت د وایګل ولسوالي د افغان امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له کنتروله ووته او امنیتي ارګانونو په دغه ولایت کې د امنیت د ښه والي په برخه کې د هلو ځلو خبر ورکړ.

د نورستان په ګاونډي ولایت کونړ کې هم د خراب امنیتي وضعیت له امله انديښنه وښوول شوه. د کونړ ولایت د خلکو استازي صالح محمد صالح په دغه ولایت کې د ناسازه وضعیت په اړه د ملنډې په توګه وویل: «په کونړ کې امن دی. هیڅ کومه ستونزه نشته. سرحدونه پرانیستي دي او تګ راتګ ادامه لري. که چیرې زموږ یو تن بندي شي، نو په بدل کې یې لس طالبان پریږدو او خپل بندي آزادوو.»

د ولسي جرګې استازو پر دې خبره ټینګار وکړ چې حکومت باید په سرحدي ولایتونو کې امنیتي ننګونو ته خپله ډیره توجه واړوي.

د کندز ولایت استازې فاطمې عزیز وویل چې د دغه ولایت خلک له ناامنیو څخه په انديښنه کې دي او د دغې ستونزې د له منځه وړلو له پاره باید ډیر شمیر پولیس په دغه ولایت کې ځای پر ځای کړل شي: «دا به بهتره وي چې د پولیسو تشکیل لوړ کړای شي، ځکه چې د نفوس په پرتله د پولیسو تشکیل کم دی. د ملي امنیت د کار کوونکو شمیر هم باید ډیر شي.»

افغانستان په اوسني وخت کې ۳۵۰ زره امنیتي ځواک لري. خو د ولسي جرګې استازو وویل چې په یو شمیر ولایتونو کې د نا امنیو له کبله ډیر شمیر پولیسو ته اړتیا ده.

همداشان په ولسي جرګه کې د هرات ولایت د خلکو استازي خلیل الله شهید زاده، وویل چې د دغه ولایت خلک له ترور، تښتونې او ماین ښخولو څخه کړیږي: «له دې سره سره چې امنیتي مسوولینو یو څه لاس ته راوړنې لرلي دي، خو هیڅ پر دې نه توانیدلي چې د ماین، ترور، تښتونې او خلکو ربړونې په شان شومې پدیدې مهار کړي. د غلو او د مسافرینو د مالونو د لوټمارۍ د مخنیوي له پاره کومه طرحه وجود نه لري.»

په پام کې ده چې د ولسي جرګې د استازو دغه رپوټونه به اړونده حکومتي ارګانونو ته وسپارل شي او هغوی باید په دې اړه پارلمان ته ځواب ووایي.