1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سرحدي يرغل په اړه پاکستان پر افغانستان اعتراض کړی

۱۳۹۴ شهریور ۲, دوشنبه

پاکستان له هغه وروسته پر افغانستان باندي سخت اعتراض کړی، چي له خاوري ئې په يوه راکټي بريد کي څلور پاکستاني عسکر وژل سوي دي. پېښه په قبايلي سيمي کي رامنځ ته سوې ده. څلور نور عسکر ټپيان سوي هم دي.

https://p.dw.com/p/1GKMq
انځور: Reuters

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي په پاکستان کي د افغانستان سفير جانان موسی زی د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت احضار کړی او په دې اړه ئې خپل اعتراض ورته وړاندي کړی دئ.

په وينا پاڼه کي راغلي دي چي جانان موسي زي، د يکشنبې په ورځ ويلي دي: «افغان حکومت به په دې اړه څېړني وکړي او پايلي به ئې له پاکستاني چارواکو سره شريکي کړي.»

ويلي سوي دي چي بريد د يکشنبې په ورځ له افغانستان سره په سرحد کي د پاکستاني عسکرو پر يوې پوستې باندي سوی دئ. په دغه راکټي بريد کي څلور پاکستاني عسکرو وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي دي.

د پاکستان پوځ د معلوماتو له خي دغه راکټي يرغل د خيبر په «اخوندوالا پاس» کي د پاکستاني عسکرو پر هغي امنيتي پوستې د افغانستان له خواوري سوی دئ چي ۸۰۰۰ فوټه لوړه پرته ده.»

د پاکستان د پوځ په خبر پاڼه کي راغلي دي چي دوی په جوابي يرغل کي يرغل کوونکي ياغيان له منځه وړي دي. خو د مرگ ژوبلي په اړه ئې معلومات نه لري.

پاکستان او افغانستان هر وخت يو پر بل باندي تور لگوي چي د ياغيانو ملاتړ کوي، خو دواړي غاړي يو د بل تورونه نه مني.

وروسته له هغه چي د کابل د خونړيوو بريدونو مسئوليت په پاکستان کي پر وسله والو ډلو واچول سو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي نوري هم خړي پړي سوي دي.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې د معلوماتو له مخي د کابل د خونړيو بريدو په پلان کي «ځينو پاکستاني پوځيانو لاس لاره.»