1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سردار محمد داود خان هډونه خاورو ته وسپارل سول

۱۳۸۷ اسفند ۲۷, سه‌شنبه

د افغانستان د لومړي جمهوررييس سردار محمد داود خان او د هغه د ورور سردار نعيم خان هډونه نن په دولتي کچه د هغه د کورنۍ د يو شمېر غړو په حضور کي د دارلاامان تپې ته څېرمه په ځانګړو مراسيمو سره خاورو ته وسپارل سول...

https://p.dw.com/p/HEEv
د افغانستان لوموړی جمهوررييس سردار محمد داودخان
د افغانستان لوموړی جمهوررييس سردار محمد داودخان

داود خان دېرش کاله د مخه د 1357 لمريز کال د ثور د مياشتي په کودتا کي د خپلي کورنۍ د نور 16 تنو غړو سره يو ځای ووژل سو. د وخت حکومت د هغوی جسدونه د پلچرخي په سيمه کي خاورو ته سپارلي ول.څه عمر د مخه د ولسمشر حامد کرزي په فرمان د داود خان د کورنۍ د غړو په شمول يو پلاوی و ټاکل سو تر څو د هغوی جسدونه و موندي چي پسله څو مياشتو هلو څلو د هغو جسدونه په يو ډليز قبر کي پيدا سول.

نن په افغانستان کي دننه او د باندي په افغاني سفارتونو او سياسي نمايندګيو کي د بيرغونو د نيم ځوړند کولو په اړه د جمهوري رياست حکم ابلاغ سوی و او دغه ډول د علومو د اکاډمۍ ستر روغتون او د دارلاامان تپه د محمد داود په نوم و نومول سول.

سردار محمد داود خان په 1973 ميلادي کال کي خپل د تره د زوی محمد ظاهر څلوېښت کلنه پاچاهي د يوې سپيني کودتا په کولو سره ختمه کړه او په افغانستان کي يې په لوموي وار جمهوري نظام اعلان کړی.