1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سرنوشت ورځپاڼي مسول مدير له بنده خوشي سو

۱۳۸۹ دی ۲۱, سه‌شنبه

په کابل کي د دويچه ويله خبريال وايي چي د ولسمشر حامد کرزي په امر اسدالله و حيدي د بنده خوشي سوی دی.

https://p.dw.com/p/Qpn9
اسدالله وحيدي تر ۲۸ ساعته بند وروسته د ولسمشر کرزي په امر خوشي سوی
اسدالله وحيدي تر ۲۸ ساعته بند وروسته د ولسمشر کرزي په امر خوشي سویانځور: AP

سرنوشت ورځپاڼي په کابل کي المان ږغ راډیو ته ويلي دي چي مسول مدير يې را خوشي سوی او اوس په خپل کور کي دی.

ويل کيږي چي تيره ورځ ولسمشر کرزي د کابينې په غونډه کي ويلي چي نور بايد دغه ډول غير قانوني کارونه باو بندونه تر سره نسي.

وحيدي هغه مهال د لوی څارنوالی په امر و نيول سو چي ويل کيږي د کرزي د امنيتي چارو د سلاکار وزير ډاکټر سپنتا په ورو پسي يې ليکنه کړې ول.

ورځپاڼه وايي چي ليکنه يې د ژورناليږم پر اصولو برابره ول. د وحيدي همکاران وايي چي ددغه غيرقانوني بند په وړاندي به خپل ږغ پورته کړي.

په افغانستان کي د جنوبي آسیا د آزادو رسنیو( سفما ) مشر رحیم الله سمندر په يوه غونډه کي ويلي ول، که چیري یو خبریال سرغړونه کړې وي د ځانګړي کمیسیون له لوري باید ترینه پوښتنه وسي.

«دغه توقیف د قانون خلاف دی، د اصولو خلاف دی، او له ولسمشر څخه غواړو چي په څارنوالۍ زور واچوی تر څو وحیدي بیرته آزاد کړي».

نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم