1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سروبي پر امنیې قوماندانۍ ډله ییز برید شوی

فرانس پرېس، ډي پي اې/ سید ریاض۱۳۹۲ اسفند ۲, جمعه

د سروبي پر امنیې قوماندانۍ باندې درې ځانمرگي برید کوونکو ډله ییز برید کړی دی. د چارواکو د وینا له مخې په دغه برید کې یو پولیس وژل شوی دی. وسلوالو طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستي دی. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/1BD8c
انځور: Reuters

د سروبي پر امنېې قوماندانۍ باندې د جمعې په سهار وختي درې ځانمرگي برید کوونکو چې چادرې یې پر سر وې برید کړی دی. د چارواکو د وینا له مخې یوه ځانمرگي برید کوونکي د چاودیدونکي توکو ډک موټر د امنیې قوماندانۍ د دخلي دروازه د باندې چولی دی او تر هغې وروسته درې ځانمرگي برید کوونکو پر دغې ودانۍ هجوم وروړی دی او بیا د پولیسو په ډزو وژل شوي دي. په دغه برید کې یو پولیس هم وژل شوی دی.

طالب وسلوالو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. ویل کیږي چې د چهارشنبې په ورځ هم په دغه ولسوالۍ کې د ولسمشرۍ د یوه کاندید عبدالله عبدالله د موټرو پر یوه کاروان باندې یو برید تر سره شوی وو.

د کابل ولایت د امنیې قوماندان جنرال محمد ظاهر، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «نن سهار شاوخوا پر ۶ بجو او ۲۰ دقیقو یوه ځانمرگي برید کوونکي د چاودیدونکو توک ډک موټر د سروبي د امنیې قوماندانۍ د دخلي دروازې مخې ته وچاوه. درې نور ترهگر چې چادرۍ یې پر سر وې د ودانۍ انگړ ته ورننوتل او د پولیسو او اردو له سرتیرو سره یې مقاومت پیل کړ. د دغ برید په پایله کې یو افسر وژل شوی دی او نور درې تنه ټپیان شوي دي.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم دغه برید تائید کړی دی. د آلمان خبري آژانس د نوموړي له قوله لیکلي دي: «لومړني ځانمرگي برید کوونکي د چاودیدونکي توکو ډک موټر د سروبي د امنیې قوماندانۍ د ودانۍ د دخلي دروازې مخې ته الوزولی دی. دوه نور برید کوونکي چې د ښځو کالي یې اغوستي ول پر پولیسو او ساتونکو باندې ډزې پیل کړي دي.» د صدیقي د وینا له مخې په دغه برید کې درې تنه پولیس ټپیان شوي دی او ټول برید کوونکي وژل شوي دي.

تر دې دمخه وسلوالو یاغیانو هم په چادریو کې ورته بریدونه تر سره کړي دي، چې یو یې هم په ۲۰۱۲م کال کې پر فرانسوي ځواکونو برید وو، چې په پایله کې یې څلور فرانسوي سرتیري وژل شوي ول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیانه کې ویلي دي چې د دغه برید تر شا د دوی لاس وو.

په پام کې ده چې د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې پر پنځمه نیټه په افغانستان کې ولسمشريزي ټاکنې تر سره شي. خو وروستیو بریدونو په دې اړه یو څه انديښنې راپورته کړي دي.