1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سرو زرو سره مينه لا زياته سوې ده

۱۳۹۰ مرداد ۱۴, جمعه

که څه هم دیرش کاله پخوا د سرو زرو د يوي ټولي بیه 117 ډالره وه، خو اوس د دغه مقدار سرو زرو بیه 620 ډالرو ته رسیدلي. د سرو زرو د بیي د لوړوالي اصلي لاملونه په نړۍ کي اقتصادي بحرانونه او د کاغذي پیسو بي اعتبارۍ بلل کیږي

https://p.dw.com/p/12BfU
سره زر ورځ په ورځ ګرانیږي
سره زر ورځ په ورځ ګرانیږيانځور: AP

د المان يوه نامتو کلاسيک ليکوال، يوهان ؤلفگانگ فون گيوته، په خپل يوه مشهور داستان کي دسرو زرو اهميت په گوته کړی ؤ. په فاوسټ نومي دغه داستان کي په يوي مکالمي کي ويل کيږي چي سره زره کشش لري او هر څه په سرو زرو پوري اړه لري.


د دغه ادبي ټوټې تقريبا 200 کاله بشپړ سوي دي خو لا تر اوسه د سرو زرو په کشش کي کمښت ندی راغلې. په زياته بيا په تيرو څو کلنو کي د سرو زرو په مينه والو کي زښت زياتوالی راغلی دی.


دا په داسي حال کي ده چي سره زر يو داسي فلز دی چي تري زياته گټه نه سي اخيستل کېدای. د غلا گواښ لا جلا ورسره مل وي، خو د هغه باوجود د سرو زرو د لاس ته راوړلو لپاره هڅي دومري زياتې سوي دي چي په تاريخ کي يې ساری نه ليدل کيږي.


د المان د کومېرڅ بانک د قيمتي معدني توکو کارپوه، اوی گن واين بېرگ، د سرو زرو د اوسني قيمتونو په هکله وايي چي سره زر د اقتصادي بحرانونو پر وخت لا زيات مينه وال او پانگه وال ځان ته داکش کړي دي.


دېرش کاله تر مخه د سرو زرو د يوې تولې قيمت 117 ډالره ؤ. هغه وخت داسي فکر کېده چي اقتصادي بحران ليري دی او له همدي کبله حتی بانکونو خپل سره زر خرڅول ولي چي اړتيا يې ورته نه ليدله.


د بېلگي په توگه د آسټراليا هيواد د خپل د بشپړ سرو زرو د ځېرمو په دریو کي دوې برخي په نيم کال کي خرڅي کړې. دا 1997 مېلادي کال ؤ چي د آسټراليا د سرو زرو خرڅلاو په نړۍ واله کچه د سرو زرو قیمت لا زيات راټيټ کړ.


د نن څخه 23 کاله وړاندي په مجموع کي د سرو زرو په را ايستنه او توليد کي هم کمښت راغلی چي پدغه ډگر کي کار کوؤنکي په لسگونو زره انسانان بېکاره شوي هم دي.


په 2000 مېلادي کال کي د سرو زرو د يوي تولي قيمت په امريکا کي د تولید تر لومړنیو لګښتونو شل ډالره ارزانه ؤ يعني د سرو زرو را ايستونکو او توليدونکو د گټي پر ځای تاوان کاوه.


خو کله چي 2001 مېلادي کال راورسېدی او د سپتمبر د 11 پېښه رامنځ ته سوه نو د سرو زرو قيمت مخ په جگېدو سو. د نړیوال اقتصادي بحران او د هغه وروسته د اروپا او امريکا د قرضو بحرانونه د دې لامل سوي چي د سرو زرو قيمت اوس في توله 620 ډالرو ته لوړ شي.


د امريکا د سرو زرو د ادارې په وينا د انسانيت د تاريخ څخه بيا تر نن پوري په بشپړه توگه يو لک او پنځه شپېته زره ټنه سره زر را ايستل سوي دي.


که د ټولې نړۍ د هيوادونو او بانکونو موجوده سره زر سره يو ځای کړای شي نو يې مقدار دېرشو زرو ټنو ته رسيږي. دا د ټولې نړۍ د سرو زرو پنځمه برخه جوړوي. د سرو زرو هغه څلور نورې برخي د شخصي کسانو په ملکيت کي دي.

وېنکل رولف/ احمدولي اڅکزی
کتونکې: سید ریاض