1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سرو زرو يږ رومانيا ته ورکړل سو

نسيم صابر(dpa,afp)۱۳۹۱ بهمن ۲۹, یکشنبه

د برليناله د اصلي جايزې گټونکی د «ماشوم دريځ» په نوم د رومانيا يوه فلمي ډرامه چې لارښود يې کالين پېتر نېڅر نوميږي.

https://p.dw.com/p/17ffu
Festival director Dieter Kosslick presents the Golden Bear award for Best Film to director Calin Peter Netzer (R) for the movie "Pozitia Copilului" (Child's Pose) during the awards ceremony at the 63rd Berlinale International Film Festival in Berlin February 16, 2013. REUTERS/Fabrizio Bensch (GERMANY - Tags: ENTERTAINMENT TPX IMAGES OF THE DAY)
Berlinale 2013 Preisträger Calin Peter Netzer nimmt Goldenen Bären von Dieter Kosslick entgegenانځور: Reuters

دا لومړی ځل دی چې د رومانيا يو فلم د برلين په فستيوال کې اصلي جايزه ګټي. د فستيوال مشر، ديتر کوسليک په وروستۍ مېلمستيا کې د فلم لارښود نېڅر ته د سرو زرو يږ ورکړ.

«د ماشوم دريځ» په نوم فلم چې رومانيايي عنوان يې «پوڅيتيا کوپيلولوي» دی، په يوه فاسده ټولنه کې د يوې مور او زوی تر منځ د پېچلو اړيکو کيسه ده.

مور شاهدانو ته د بډو او رشوت له لارې هڅه کوي چې خپل زوی له بند څخه وساتي. زوی يې په يوه ترافيکي پېښه کې، چې دی يې په ترڅ کې ډېر تېز موټر چلاوه او يو ماشوم يې داسې سخت پکې ژوبل کړ چې هغه په پايله کې مري.

فلم د رومانيا د لوړ قشر اخلاقي وضعيت بيانوي او د دغې ټولنې د پوليسو او قضايي قوې وضعيت هم څېړي.

غوره ښځينه لوبغاړې

د چيلي لوبغاړې، پاولينا ګارسيا د «ګلوريا» په نوم فلم کې د خپل نقش له کبله د غوره لوبغاړي په توگه د سپينو زرو يږ ترلاسه کړ. ګارسيا په دغه له تلوسې ډکه کوميډي کې د يوې شپېته کلنې ښځې نقش لوبوي چې يو ځل بيا د مينېدو هيله لري. د فلم لارښود د چيلي اوسېدونکی، سبستيان لېليو دی.

د غوره نارينه لوبغاړي په توګه روما الاصله، نظيف موييچ له بوسنيا هرسي ګوينا څخه وټاکل شو. موييچ د سپينو زرو يږ د دانيس تانوويچ په «د اوسپنو د يوه راټولوونکي له ژوند څخه يوه برخه» نومي فلم کې د خپل نقش له کبله تر لاسه کړ. موييچ، د هغه ښځه او ماشومان په دغه فلم کې د خپل سخت ژوند يوه حقيقي برخه تمثيلوي.

د غوره لارښود په توګه د سپينو زرو يږ، امریکايي ديويد ګوردن ګرين وګاټه. د هغه لنډه کومېډي «شاهزاده آوالانچ» د سړک د دوو جوړونکو په اړه ده، چې دوبی د ځنګلي اورونو په يوه سيمه کې تېروي.

په خپل هېواد کې تر تعقيب لاندې راغلي فلم جوړونکي، جعفر پناهي، د غوره نندارليک په ليکلو سره د سپين زرو يږ تر لاسه کړ. پناهي د «پردې» په نوم فلم له خپل همکار کامبوزيا پارتووي سره يو ځای په پټه جوړ کړی دی.

پناهي ته د آلمان د حکومت د پر له پسې غوښتنو سره سره اجازه ورنه کړل شوه چې برلين ته راشي. د «پردې» په نوم فلم د يوه ليکوال او فلم جوړونکي کيسه ده چې د بحر غاړې ته په يوه کور کې ځان بندوي او ټولې کړکۍ هم په تورو پردو تړي. خو بيا يوه ځوانه ښځه د ده کور ته ورځي او داستان پر مخ وړي.

د فلمونو په تر ټولو مهم آلماني فستيوال کې د دغه هيواد فلمونو سږ کال جايزې ونه ګټلې. د ۹۰۰ نندارو له پاره د فستيوال د جوړونکو په خبره نزدې۳۰۰۰۰۰ کارټونه خرڅ شوي ول.