1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سريلانکا جمهور رئيس خپله ماته ومنله

دويچه ويله/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ دی ۱۹, جمعه

د سریلانکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د واکمن ولسمشر راجاپاکسا سیال مایتریپالا سریسینا په حیرانونکي توگه بریالی شوی دی. نوموړی چې یو وخت د راجاپاکسا متحده وو ژمنه کړې ده چې د اوسني ولسمشر مطلق العنانو قوانینو ته به بدلون ورکړي.

https://p.dw.com/p/1EHkC
انځور: picture alliance/Photoshot

د سریلانکا ولسمشر، مهیندا راجاپاکسا چې تر دې دمخه «نه ماته خوړنکی» گڼل کیده نن اعتراف وکړ چې په ټاکنو کې ماته خوړلې ده او د هغه سیال مایتریپالا سریسینا د دغه هیواد د جمهوري رياست ټاکني گټلي دي.

د هغه مطبوعاتي منشی ویجه یانندرا هیرت وویل: «جمهور رئيس له پخواني صدراعظم رانیل ویکریمیسینگ سره نن سهار ولیدل. ولسمشر پر خپلي ماتي باندي اعتراف وکړ او ژمنه ېې وکړه چې د خپلو خلکو ارادې ته به سر کښته کړي او پرته له کوم خنډ څخه به قدرت ولیږدوی.»

د سریلانکا د ټاکنو ادارې وویل چې د دغه هیواد له ۱۶۰ ټاکنیزو مرکزونو څخه د ۱۱ نتایج او دغه راز د پوستي له لاري یو زیات شمیر رسیدلي راېې ښکاره کوي چې د اپوزسیون مشر، سریسینا له ۵۶،۵ سلنو راېې تر لاسه کولو سره خپل سیال راجاپاکسا چې ۴۲ سلنه رایی گټلي دي، ماته ورکړې ده. واکمن ولسمشر راجاپاکسا غوښتل چې دریم وار هم د سریلانکا جمهور رئيس شي. د ټاکنو ورستي نتایج ښايي نن د جمعې د ورځې تر پایه پوري معلوم شي.

د سریلانکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ۱۵،۰۴ ميلیون رایو مستحقو خلکو څخه ۷۵ سلنه گډون کړی وو، چې د دغه هیواد په تاریخ کې بې ساری وو. څارونکي وايی چې په ټاکنو کې د دغو دوو کاندیدانو تر مینځ د سختو سیالیو چې له زور زیاتیو سره مل وې، په پام کې نیولو سره، د انتظار پر خلاف ټاکنې په یوې سله ييزه فضا کې تر سره شوي دي.

په ټاکنو کې د زورزیاتیو د څارنې مرکز چې مقر يې په پلازمېنه کولمبو کې دی، د معلوماتو له مخې یوازي په شمال کې د تامیلیانو تر نفود لاندي سیمو په یو څو ټاکنیزو مرکزونو کې د انفرادي پیښو رپوټ ورکړل شوی دی. ویل کیږي چې ډير تاملیان چې د سریلانکا ستر اقلیت قوم دی او د دغه هیواد د نفوس ۱۳ سلنه جوړوي، د اپوزسیون مشرسریسینا ته خپلي رائی ورکړي دي.