1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سرپل ولايت يوه ولسوالي هم طالبانو نيولې

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ مرداد ۶, سه‌شنبه

د سرپل ولايت امنيتي چارواکي وايي چي وسله والو طالبانو تر څو ورځو جگړې وروسته د دغه ولايت يو اداري واحد نيولی دئ. طالبانو هم د يوې خبر پاڼي په خپرولو سره ويلي دي چي د افغانستان په شمال کي ئې يوه بله ولسوالي نيولې ده.

https://p.dw.com/p/1G5bx
انځور: picture alliance / Ton Koene

د سرپل ولايت د پوليسو وياند امان الله امان، ويلي دي چي د سه شنبې ورځي په سهار وختي په سوونو طالبانو له څو اړخونو د دغه ولايت پر کوهستاناتو ولسوالۍ يرغل وکړ او د ولسوالۍ مقر ئې نيولی دئ.

د سرپل د پوليسو مشر جنرال محمد آصف جبارخېل تر دې دمخه ويلي ول چي د يکشنبې په ورځ د پوليسو يو قوماندان او ۷ پوليس هغه مهال وسله والو طالبانو ته تسليم سول چي طالبانو ئې پوسته کلابنده کړه.

له بلي خوا بيا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي، رسنيو ته په يوه لېږل سوي پيغام کي ويلي دي چي اوس د دوی جنگياليو ټوله ولسوالي په خپل کنترول کي لري او د پوليسو موټر او مهمات ئې نيولي دي.

د افغانستان په شمال کي د وسله والو طالبانو يرغلونو له څو مياشتو راهيسي زور اخيستی دئ.

له هغه وخت راهيسي چي د افغانستان امنيتي مسئوليت ته يوازي افغان امنيتي ځواک اوږه ورکړې ده، د دغه هيواد په شمال کي په وارو وار بشپړي ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کي راغلي دي.

تر دې مخه د کندز ولايت د چهار درې او دشت ارچي ولسوالۍ څه موده طالبانو ونيولې او وروسته ئې د بدخشان ولايت د يمگان ولسوالي په خپل کنترول کي راوسته چي وروسته ئې بيا افغان امنيتي ځواکونه په نيولو بريالي سول.

نن بيا د کندز ولايت چارواکو خبر ورکړ چي د دغه ولايت د خان آباد ولسوالۍ نزدې ۸۰ کلي وسله والو طالبانو نيولي دي او خلک ئې نورو ولسواليو ته تښتېدلي يا د تښتي په حال کي دي.

ويل سوي چي دغه سيمه د افغان امنيتي ځواک په کنترول کي نه، بلکي ولسي پاڅون ئې ساتنه کوله.