1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سرکوزي شپږ فقره اي پلان روسېې ته امتيازات ورکوي

۱۳۸۷ مرداد ۲۳, چهارشنبه

په مسکو کښي د فرانسې د جمهوررييس نيکولا سرکوزي چه اوس د اروپايي ټولني د شورا رييس هم دی ...

https://p.dw.com/p/EwEe
د فرانسې جمهوررييس نيکولا سرکوزي
د فرانسې جمهوررييس نيکولا سرکوزيانځور: AP

او د روسېې دجمهوررييس میدویدیف تر منځ د خبرو په آخره کښي، سرکوزي خبر ورکۍ ، چه دواړه خواوي پر يو شپږ فقره اي پلان باندي توافق ته سره رسيدلي دي ،چه هغه به د سولي دخبرو دپاره لار خلاصه کي . ددغه شپږ فقره اي پلان پر اساس بايدد تشدد او زور څخه لاس واخيستل سي ، جنګ ته خاتمه ورکول سي ، او مرستندويه سازمانو ته د آزاد ورتګ اجازه ورکول سي . ګرجي پوځونه بايدخپلو پخوانيو ځايو ته بيرته ولاړسي . همدارنګه هغه روسي قواوي چه په اضافه ډول سره د شخړي سیمي ته استول سوي دي ، بيرته ووزي . خو ددغه پلان له مخي به د روسيې د سولي په نامه پوځونه په خپلو ځايو کي پاته سي ، او د خاصو امتيازاتو درلونکي به وي . سرکوزي وويل چه که دغه پلان د ګرجستان جمهوررييس ساکاشويلي تاييد کي ، نو به د بين امللي مذاکرې دپاره لار خاصه سي .

د سرکوزي تر ورتګ دمخه د روسېې جمهوررييس میدویدیف،لوی درستيز مارکاروف او دفاع وزير سر جوکوف ته معلومات ورکړی ؤ، چه په ګرجستان کښي پوځي عمليات پای ته رسيدلي دي ، هدف لاس ته راغلی دی ، او زموږ د سولي د قواوو او ملکي خلګو امنيت بيرته تآمين سوی دی .

ده خپل شرايط تکرار کړل چه اول بايد ګرجي پوځونه خپلو پخوانيو ځايونو ته بيرته ولاړ سي ، او تر يوه حده پوري سيمه غير پوځي سي . او دوهم داچه داسي يو سند امضآ سي چه په هغه کي د تشدد څخه د استعمال اجازه نه وي .

سرکوزي د يوه طرفه د ګرجستان پر استقلاليت باندي تاکيد وکۍ ، خو دبله طرفه يې د روسيې د موقف سره هم تفاهم ښکاره کۍ .

هغه آوازې چه ګواکي د روسيې لخوا نوي بمبارۍ سوي دي، هغه روسيې د ګرجستان پروپاګنډ وباله او هغه يې ردکړې .

په تفلیس کښي ماپښين 70000 انسانانو پر ګرجستان باندي د روسيې د حملو پر ضد احتجاجونه وکړل . د ګرجستان جمهوررييس ساکاشويلي هم د خلګوددغو احساساتو پر وخت د GUS څخه د ګرجستان د وتلو اعلام وکۍ . ده په يوه وينا کي پر روسيې باندي تور ولګاوه چه په جنوبي اوزيزيستان کي يې خرابۍ رامنځته کړي دي ، او شین والي يې په دوهم ګروزني باندي واړاوه .

د بلي خوا بيا د روسيې خارجه وزير لاوروف د ساکاشويلي او روسيې تر منځ مستقيمي خبري اساسآ رد کړې، او ويې ويل چه دابه ښه وي چه دی استعفآ ورکي .